Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 赛智德   段:

سجده

الٓمّٓ ۟ۚ
الم.
阿拉伯语经注:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
بې له شکه ددغه کتاب نزول د رب العالمین له لورې دی.
阿拉伯语经注:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ۚ— بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
ایا هغوی وايې چې محمد دا قران له ځان نه جوړ کړی دی؟نه بلکې دا ستا د رب له لورې راغلی دی تر څو ته هغه قوم وډار وې چې له تا وړاندې ورته کوم ډاروونکی نه وو راغلی کیدای شي چې سمه لار ومومي.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا شَفِیْعٍ ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې اسمانونه،ځمکه او د دواړو د مینځ څيزونه یې په شپږو ورځو کې پیدا او بیا یې په عرش استوا وکړه.تاسې پرته له هغه هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه لرئ.نو ولې پند نه اخلئ.
阿拉伯语经注:
یُدَبِّرُ الْاَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ اِلَی الْاَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗۤ اَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟
له اسمان نه تر ځمکې پورې چارې اداره کوي بیا دا چارې هغه ته په یوه داسې ورځ کې ورخیژي چې ستاسې د شمیر له مخې یې اندازه زر کلونه ده.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
همدغه ذات په ټولو پټو او ښکاره وو خبر،په هر څه برلاسۍ او ډیر مهربان دی.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْۤ اَحْسَنَ كُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ وَبَدَاَ خَلْقَ الْاِنْسَانِ مِنْ طِیْنٍ ۟ۚ
هغه چې هر څه یې پيدا کړي ښه کره یې پیدا کړي،او د انسان د جوړښت پيل یې له خټې څخه کړی.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهٗ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۚ
بیا یې د هغه ځوځات د کمو او لږو څڅیدونکو اوبو له نچوړ څخه وغزاو.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ سَوّٰىهُ وَنَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
بیا یې د هغه شکل پوره له خپلې لورې یي پکې روح ورپو،او تاسې یې د غوږونو،سترګو او زړونو څښتنان وګرځولئ.خو تاسې ډیر لږ شکر وباسئ.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْۤا ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— بَلْ هُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كٰفِرُوْنَ ۟
او هغوی وایې:ایا کله چې مونږ په خاورو کې ورک شو نو له نوي سره بیا جوړول کیږو؟اصلي خبره همداده چې دوی له رب سره له مخامخ کیدلو نه منکر دي.
阿拉伯语经注:
قُلْ یَتَوَفّٰىكُمْ مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِیْ وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟۠
ای محمده!ووایه چې همغه ملایکه به مو مړه کړي چې پر تاسې ټاکل شوې ده او بیا به د خپل رب په لور بیرته وګرځول شئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 赛智德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭