Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 塔哈   段:
وَلَقَدْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی ۙ۬— اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْ فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِیْقًا فِی الْبَحْرِ یَبَسًا ۙ— لَّا تَخٰفُ دَرَكًا وَّلَا تَخْشٰی ۟
او مونږ موسې ته وحې وکړه چې زما بنده ګان په شپه کې روان،او په دریاب کې ورته وچه لپاره جوړه کړه. دا ډار دې درسره نه وي چې وبه نیول شې یا به په اوبو کې غرق شې.
阿拉伯语经注:
فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُوْدِهٖ فَغَشِیَهُمْ مِّنَ الْیَمِّ مَا غَشِیَهُمْ ۟ؕ
نو سم له لاسه فرعون د خپل لښکر سره د هغوی پسې شو خو سیند ښه پوره راګیر کړل.
阿拉伯语经注:
وَاَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهٗ وَمَا هَدٰی ۟
فرعون خپل قوم بي لارې کړ او سمه لار یې نه وه ورښوولې.
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ قَدْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوٰعَدْنٰكُمْ جَانِبَ الطُّوْرِ الْاَیْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ۟
ای بني اسرائیلو!مونږ تاسې له دښمن نه خلاص کړئ له تاسې سره مي د طور غره په ښي اړخ کې وعده وکړه او هم مې درته من او سلوی راښکته کړل.
阿拉伯语经注:
كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِیْهِ فَیَحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبِیْ ۚ— وَمَنْ یَّحْلِلْ عَلَیْهِ غَضَبِیْ فَقَدْ هَوٰی ۟
زمونږ درکړي پاکه روزي وخورئ خوله پولومه اوړئ.که نه نو زما عذاب به در باندې راښکته شي.او په چا چې زما عذاب راښکته شو نو په رښتیا چې ښه پوره وښوئید.
阿拉伯语经注:
وَاِنِّیْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰی ۟
او زه دهغو کسانو ښه بښونکی یم چې ماته راګرځیدلي ایمان يي راوړی.نیکه کړنه يي کړې او بیا په همدې لار پاتې شي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ یٰمُوْسٰی ۟
او ای موسې!څه شي ته له خپل قوم نه ژر راوستلې؟
阿拉伯语经注:
قَالَ هُمْ اُولَآءِ عَلٰۤی اَثَرِیْ وَعَجِلْتُ اِلَیْكَ رَبِّ لِتَرْضٰی ۟
موسې وویل:هغوی دغه دي په ما پسې را روان دي خو زما ربه!ما ځکه تلوار وکړ چې ته رانه خوښ شي.
阿拉伯语经注:
قَالَ فَاِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَاَضَلَّهُمُ السَّامِرِیُّ ۟
الله وفرمایل:مونږ له تا وروسته ستا قوم په ازمیښت کړ او سامري بې لارې کړ.
阿拉伯语经注:
فَرَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۚ۬— قَالَ یٰقَوْمِ اَلَمْ یَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ؕ۬— اَفَطَالَ عَلَیْكُمُ الْعَهْدُ اَمْ اَرَدْتُّمْ اَنْ یَّحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَخْلَفْتُمْ مَّوْعِدِیْ ۟
موسې خورا له قهر نه ډک او ډیر غمژن قوم ته ورستون او ويي ویل:ای زما قومه!ایا رب مو درسره ښه وعده نه وه کړې؟ ایا پر تاسې وخت ډيرو اووښت او که غوښتل مو چې د خپل رب قهر در باندې راښکته شي؟ نو ځکه مو زما له وعدې نه مخ واړاوه؟
阿拉伯语经注:
قَالُوْا مَاۤ اَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلٰكِنَّا حُمِّلْنَاۤ اَوْزَارًا مِّنْ زِیْنَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنٰهَا فَكَذٰلِكَ اَلْقَی السَّامِرِیُّ ۟ۙ
هغوی وویل:مونږ له تاسره په خپله خوښه وعده خلافي نه ده کړې خبره داده چې پر مونږ د فرعون د قوم ګاڼې درنې شوې وې هغه مو وغورځولې.او سامري هم زمونږ په شان وغورځولې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 塔哈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭