Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 塔哈   段:
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَاِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَلْقٰی ۟
او بیا یي وویل:ای موسې! یا به اول ته خپل شې میدان ته کوې او یا به مونږ لومړني شو؟
阿拉伯语经注:
قَالَ بَلْ اَلْقُوْا ۚ— فَاِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِیُّهُمْ یُخَیَّلُ اِلَیْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ اَنَّهَا تَسْعٰی ۟
موسې ورته وویل:تاسې یې اول وغورزوئ.نو هغه وو چې سحر وهلې رسۍ او امساګانې یې موسی ته داسې وبریښیدلی چې ګڼې ځغلي.
阿拉伯语经注:
فَاَوْجَسَ فِیْ نَفْسِهٖ خِیْفَةً مُّوْسٰی ۟
موسې په خپل زړه کې څه ډارومیند.
阿拉伯语经注:
قُلْنَا لَا تَخَفْ اِنَّكَ اَنْتَ الْاَعْلٰی ۟
مونږ ورته وویل:ډاریږه مه تر ټولو لویه برلاسي یوازې ستا ده.
阿拉伯语经注:
وَاَلْقِ مَا فِیْ یَمِیْنِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوْا ؕ— اِنَّمَا صَنَعُوْا كَیْدُ سٰحِرٍ ؕ— وَلَا یُفْلِحُ السَّاحِرُ حَیْثُ اَتٰی ۟
هغه څه وغورځوه چې ستا په لاس کې دي هغه ټول څیزونه به تیر کړي چې هغوی جوړ کړي دي. هغوی د جادو ټګي جوړه کړې.او جادوګر چې هر چیرې په هره بڼه کې راشي بریمن کیدای نه شي.
阿拉伯语经注:
فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ هٰرُوْنَ وَمُوْسٰی ۟
هغه وو چې ټول ساحران په سجده پریوتل او اعلان یې وکړ چې:مونږ د هارون او موسې په رب ایمان راوړی دی.
阿拉伯语经注:
قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ فِیْ جُذُوْعِ النَّخْلِ ؗ— وَلَتَعْلَمُنَّ اَیُّنَاۤ اَشَدُّ عَذَابًا وَّاَبْقٰی ۟
فرعون ورته وویل:ایا زما له اجازې پرته مو پرې ایمان راووړ؟دا ستاسې مشر ساحر دی چې تاسې ته یي هم سحر درښوولی دی.ستاسې لاسونه اوپښې به ادل پرې او د خرما وو په ښاخونو کې به مو راوځړوم.بیا به درته ښه معلومه شي چې زمونږ د کوم یوه عذاب ډیر سخت او پایښت لرونکی دی؟
阿拉伯语经注:
قَالُوْا لَنْ نُّؤْثِرَكَ عَلٰی مَا جَآءَنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَالَّذِیْ فَطَرَنَا فَاقْضِ مَاۤ اَنْتَ قَاضٍ ؕ— اِنَّمَا تَقْضِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ
هغوی ځواب ورکړ چې:مونږ به هیڅکله تا په هغو روښانو دلایلو چې مونږ ته راغلي او په هغه ذات چې مونږ یې پیدا کړي یو غوره نه کړو.نو څه چې دې په توان وي ويي کړه.ستا توان یوازې او یوازې د همدې دنیا د کړنو دی او بس؟
阿拉伯语经注:
اِنَّاۤ اٰمَنَّا بِرَبِّنَا لِیَغْفِرَ لَنَا خَطٰیٰنَا وَمَاۤ اَكْرَهْتَنَا عَلَیْهِ مِنَ السِّحْرِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟
مونږ په خپل رب ایمان راوړی چې زمونږ ګناهونه او هغه څه راته وبښي چې تا په زور مونږ سحر ته ودرولي وو.الله ډير غوره او یوازې هغه تل پاتې کیدونکی دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّهٗ مَنْ یَّاْتِ رَبَّهٗ مُجْرِمًا فَاِنَّ لَهٗ جَهَنَّمَ ؕ— لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَلَا یَحْیٰی ۟
دا کره ده چې څوک هم خپل رب ته په ګناهونو ډک ورشي.نو د هغه لپاره یو داسې دوزخ دی چې نه به پکې مري او نه به پکې ژوندۍ کیږي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ یَّاْتِهٖ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصّٰلِحٰتِ فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الدَّرَجٰتُ الْعُلٰی ۟ۙ
او څوک چې له ایمان سره ورشي.او نیکې کړنې هم ورسره وي نو د هغوی لپاره ډیرې لوړې درجې دي.
阿拉伯语经注:
جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا مَنْ تَزَكّٰی ۟۠
د همیشني ژوند لپاره داسې باغونه دي چې لاندې به ترې ویالې روانې او تل تر تله به هملته وي.هو!همدا د هغه چا مکافات دی چې سپیڅلتیا خپلوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 塔哈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭