Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ وَلَا تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— اِنَّمَا الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ رَسُوْلُ اللّٰهِ وَكَلِمَتُهٗ ۚ— اَلْقٰىهَاۤ اِلٰی مَرْیَمَ وَرُوْحٌ مِّنْهُ ؗ— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ۫— وَلَا تَقُوْلُوْا ثَلٰثَةٌ ؕ— اِنْتَهُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— اِنَّمَا اللّٰهُ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ؕ— سُبْحٰنَهٗۤ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗ وَلَدٌ ۘ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟۠
ای اهل كتابو! په خپل دين كې مو بې اندازې تېرى مكوئ او د الله په اړه له حقه پرته څه مه واياست، خبره دا ده چې مسيح عيسى د مريمې زوى د الله رسول او هغه فرمان و چې مريمې ته يې ولېږه او د الله له لوري يو روح و، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او مه واياست چې درې دي، ډډه وكړئ، همدا درته غوره ده، په حقيقت كې الله يوازنى (په حقه) معبود دى، هماغه له دې پاك دى چې څوك د هغه زوى وي، د اسمانو او ځمكې هر څه خو يوازې د هغه دي او الله ساتونكى څارونكى بس دى.
阿拉伯语经注:
لَنْ یَّسْتَنْكِفَ الْمَسِیْحُ اَنْ یَّكُوْنَ عَبْدًا لِّلّٰهِ وَلَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ الْمُقَرَّبُوْنَ ؕ— وَمَنْ یَّسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَیَسْتَكْبِرْ فَسَیَحْشُرُهُمْ اِلَیْهِ جَمِیْعًا ۟
نه مسيح له دې څه ننـګ كوي چې د الله يو بنده واوسي او نه مقربې ملايكې، او هرڅوك چې د الله له عبادته ننګ او لويي كوي نو ډېر زر به ټول خپلې خوا ته راغونډ كړي.
阿拉伯语经注:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ۚ— وَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْتَنْكَفُوْا وَاسْتَكْبَرُوْا فَیُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّلَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
نو چا چى ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو بد له به يې هم پوره پوره وركړي او له خپله فضله به لا نورهم ور زيات كړي، خو چا چې (له عبادته) ننګ او لويي كړې وي نو په دردناك عذاب به يې وكړوي، او له الله پرته به نه څوك اشنا ومومي او نه كوم مرستندوى.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ نُوْرًا مُّبِیْنًا ۟
اې خلكو يقيناً چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل (چې محمد دى) درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼا نازله كړې (چى قرآن دى).
阿拉伯语经注:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَاعْتَصَمُوْا بِهٖ فَسَیُدْخِلُهُمْ فِیْ رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ ۙ— وَّیَهْدِیْهِمْ اِلَیْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ؕ
نو هر هغه چې په الله يې ايمان راوړى او منګولې يې پرې لګولي دي نو زر به يې په خپل رحمت او پېرزوينه كې داخل كړي او خپل لوري ته نېغه لار به ور وښايي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭