Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ اَهْلُهَا ۚ— وَاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۙۚ— وَّاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ نَصِیْرًا ۟ؕ
او په تاسو څه شوي چې د الله په لار كې او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو (ژغورنې) لپاره نه جنګېږئ چې وايي زموږ ربه له دې كلى مو وباسه چې خلك يې ظالمان دي، او له خپل لوري څوك پالونكى راته وټاكه او له خپلې خوا څوك مرستندوى راته وټاكه.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ الطَّاغُوْتِ فَقَاتِلُوْۤا اَوْلِیَآءَ الشَّیْطٰنِ ۚ— اِنَّ كَیْدَ الشَّیْطٰنِ كَانَ ضَعِیْفًا ۟۠
چا چې ايمان راوړى د الله په لار كې جنګيږي او څوك چې كافر شوي د شيطان په لار كې جنګيږي، نو د شيطان ملګرو سره وجنګيږئ چې د شيطان تدبير حتماً كمزورى دى.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ قِیْلَ لَهُمْ كُفُّوْۤا اَیْدِیَكُمْ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ۚ— فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْیَةِ اللّٰهِ اَوْ اَشَدَّ خَشْیَةً ۚ— وَقَالُوْا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَیْنَا الْقِتَالَ ۚ— لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ؕ— قُلْ مَتَاعُ الدُّنْیَا قَلِیْلٌ ۚ— وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّمَنِ اتَّقٰی ۫— وَلَا تُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
آيا هغو ته دې نه دي كتلي چې ورته وويل شول: لاسونه مو (له جنګه ونيسئ) لمونځ كوئ او زكات وركوئ، خو كله چې جنګ ورباندې فرض شو نو دا دى يوه ډله يې له خلكو داسې ډاريږي لكه الله نه وېرېدل يا له هغه هم زياته وېره، او ويل يې: زموږ ربه! ولې دې جګړه را باندى فرض كړه؟ ولې دې تر څه نږدې نېټې ونه ځنډولو؟ ورته وايه دنيايي ګټه سامان ډېر لږ دى او آخرت غوره دى چا ته چې ځان يې وساتلو او وېښته غوندې ظلم به نه درسره كيږي.
阿拉伯语经注:
اَیْنَمَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍ ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِكَ ؕ— قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— فَمَالِ هٰۤؤُلَآءِ الْقَوْمِ لَا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ حَدِیْثًا ۟
هرچېرې چې ياست مرګ به مو بيامومي كه څه هم په كلكو پخو كلاګانو كې ياست، او كه څه ښېګړه ور ورسيږي وايي دا د الله له لوري وه، خو چې كړاو ورپېښ شي، وايي: دا له تا ده، ورته وايه دا ټول د الله له لوري دي، نو په دې خلكو څه شوي چې په هېڅ خبره نه پوهيږي؟
阿拉伯语经注:
مَاۤ اَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ؗ— وَمَاۤ اَصَابَكَ مِنْ سَیِّئَةٍ فَمِنْ نَّفْسِكَ ؕ— وَاَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُوْلًا ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟
(خبره داده) كومه ښېګړه چې در ورسي د الله له خوا ده او كه څه كړاو در پېښ شي نو ستا له خپله ځانه ده، او ته مو خلكو ته يو استازى لېږلى يې، او الله د شاهد په توګه بس دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭