Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 福勒嘎里   段:
وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ نَرٰی رَبَّنَا ؕ— لَقَدِ اسْتَكْبَرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِیْرًا ۟
او كوم كسان چې له موږ سره د مخامخ كېدو هيله نه لري وايي ولې موږ ته پرېښتې راكوزې نه كړل شوې؟ يا ولې خپل رب نه وينو؟ په رېښتيا هغوى په خپلو ځانو كې ډېر كبرجن شوي او سرغړونه يې وكړه، لويه سر غړونه.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ یَرَوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ لَا بُشْرٰی یَوْمَىِٕذٍ لِّلْمُجْرِمِیْنَ وَیَقُوْلُوْنَ حِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟
په کومه ورځ چې هغوی پرېښتې وويني؛ نو هغه ورځ به د مجرمانو لپاره څه زېرى نه وى (بلكې) وايي به: ايسار دې كړى شي (عذاب) ايسار.
阿拉伯语经注:
وَقَدِمْنَاۤ اِلٰی مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰهُ هَبَآءً مَّنْثُوْرًا ۟
او هر څه چې د هغو كړه وړه دي موږ به هغه راواخلو د دوړې په څېر به يې والوځوو.
阿拉伯语经注:
اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ یَوْمَىِٕذٍ خَیْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَّاَحْسَنُ مَقِیْلًا ۟
خو د جنت خلك به هغه ورځ هم د هستوګنځي له پلوه ښه وي او هم به د غرمې دمه ځاى له پلوه ډېر غوره وي.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَآءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ تَنْزِیْلًا ۟
او هغه ورځ چې آسمان له نرۍ وريځې سره څيرې شي او پرېښتې پرله پسې راكوزې شي.
阿拉伯语经注:
اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ لِلرَّحْمٰنِ ؕ— وَكَانَ یَوْمًا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ عَسِیْرًا ۟
حقيقي پاچايي په هغه ورځ يوازې رحمن لره ده او هغه پر كافرانو يوه سخته ورځ ده.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰی یَدَیْهِ یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُوْلِ سَبِیْلًا ۟
او هغه ورځ چې ظالم به خپل دواړه لاسونه چيچي، وايي به كاشكې مې د رسول سره لار نيولی واى.
阿拉伯语经注:
یٰوَیْلَتٰی لَیْتَنِیْ لَمْ اَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیْلًا ۟
هاى كاشكې فلانى مې په دوستۍ نه وای نيولی.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ اَضَلَّنِیْ عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ اِذْ جَآءَنِیْ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِلْاِنْسَانِ خَذُوْلًا ۟
پرته له شکه له هغه وروسته يې هم له نصيحت را واړولم چې ماته راغلي و، او شيطان خو (له دوكې وروسته) انسان لره پرېښودونكى دی.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الرَّسُوْلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوْا هٰذَا الْقُرْاٰنَ مَهْجُوْرًا ۟
او رسول وويل: ای زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود.
阿拉伯语经注:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّنَصِیْرًا ۟
او همدا رنګه مو هر نبي ته له مجرمانو څه دښمنان ګرځولي وو، او ستا پالونکی د لارښوونكي او مرستندوى په توګه بسنه کوي.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ الْقُرْاٰنُ جُمْلَةً وَّاحِدَةً ۛۚ— كَذٰلِكَ ۛۚ— لِنُثَبِّتَ بِهٖ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنٰهُ تَرْتِیْلًا ۟
او هغه کسان چې کفر يې کړی، وايي: ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نه شو؟ (هو) په همدې شان (مو نازل كړ) تر څو ستا زړه پرې محكم كړو، او هغه مو كرار كرار لږ لږ درباندې ولوست.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 福勒嘎里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭