Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 福勒嘎里   段:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً لَّا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ وَلَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا وَّلَا یَمْلِكُوْنَ مَوْتًا وَّلَا حَیٰوةً وَّلَا نُشُوْرًا ۟
او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانو ته هم د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه يې مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي كول په واك كې دي.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكُ ١فْتَرٰىهُ وَاَعَانَهٗ عَلَیْهِ قَوْمٌ اٰخَرُوْنَ ۛۚ— فَقَدْ جَآءُوْ ظُلْمًا وَّزُوْرًا ۟ۚۛ
او كافر شويو خلکو وويل چې دا له درواغو پرته بل څه نه دي چې خپله يې جوړ كړي او نورو خلكو يې په هغه كې مرسته كړې! په حقيقت كې (خپله) دوى سخت ظلم او درواغ منځ ته راوړل.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اكْتَتَبَهَا فَهِیَ تُمْلٰی عَلَیْهِ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
او هغوى (دا هم) وويل: دا د پخوانيو كيسې دي، په چا يې ليكلې؛ نو (اوس) هماغه سهار او ماښام ده ته لوستل كيږي.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَنْزَلَهُ الَّذِیْ یَعْلَمُ السِّرَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ورته ووايه: دا هغه ذات رانازل كړى چې په آسمانونو او ځمكه كې په هر پټ شي پوهيږي، بې شكه هماغه ښه بخښونكى مهربان دى.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَیَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— لَوْلَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًا ۟ۙ
هغوى وويل: دا څنګه رسول دى چې خواړه خوري او بازارونو كې ګرځي راګرځي، ولې كومه پرېښته ورته راكوزه نه كړى شوه چې هغه هم د وېروونكي په توګه ورسره وى.
阿拉伯语经注:
اَوْ یُلْقٰۤی اِلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ تَكُوْنُ لَهٗ جَنَّةٌ یَّاْكُلُ مِنْهَا ؕ— وَقَالَ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
يا كومه خزانه ورته راغورځول شوی وی، يا د هغه يو بڼ وى چې (بې غمه يې) ترې خوړلاى! او دې ظالمانو (لا دا هم) وويل چې تاسي په يو كوډو وهلي سړي پسې روان ياست.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟۠
ګوره هغوی څنګه مثالونه درپورې وويل چې (دا دى) په خپله بې لارې شول او (اوس) د هيڅ لارې وس نه لري.
阿拉伯语经注:
تَبٰرَكَ الَّذِیْۤ اِنْ شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَیْرًا مِّنْ ذٰلِكَ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— وَیَجْعَلْ لَّكَ قُصُوْرًا ۟
هغه ذات بركتناك دى چې كه وغواړې له دې غوره شيان به درته پيدا كړي، ډېر داسې باغونه چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي او ماڼۍ به (هم) درته پيدا كړي.
阿拉伯语经注:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالسَّاعَةِ وَاَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِیْرًا ۟ۚ
خو هغوى قيامت درواغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت درواغ ګڼي بل شوى اور چمتو كړى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 福勒嘎里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭