Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
او نه دي لیږلي موږ ستا نه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحي مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.
阿拉伯语经注:
بِالْبَیِّنٰتِ وَالزُّبُرِ ؕ— وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟
هغوى مو هم له ښكاره نښانو او كتابونو سره لېږلي وو، او تاته مو دغه ذكر (قرآن) درنازل كړ چې هغه څه ورته بيان كړې چې دوى لپاره نازل شوي او تر څو دوى خپله هم څه فكر وكړي.
阿拉伯语经注:
اَفَاَمِنَ الَّذِیْنَ مَكَرُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّخْسِفَ اللّٰهُ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
آيا هغه خلک چې ناوړه چلونه جوړوي، له دې بې غمه دي چې الله به يې په ځمكه ښخ كړي؟ يا به له كوم داسې لوري عذاب پرې راشي چې دوى پوه هم نه شي.
阿拉伯语经注:
اَوْ یَاْخُذَهُمْ فِیْ تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟ۙ
يا به يې هسې ګرځېدو راګرځېدو كې ګير كړي، بيا به دوى عاجزونكي نه وي.
阿拉伯语经注:
اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ ؕ— فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
يا به يې په وېره كې ونيسي، په يقين سره ستا رب ډېر مهربان لوروونکی دى.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ یَّتَفَیَّؤُا ظِلٰلُهٗ عَنِ الْیَمِیْنِ وَالشَّمَآىِٕلِ سُجَّدًا لِّلّٰهِ وَهُمْ دٰخِرُوْنَ ۟
اّيا دوى د الله كوم پيدا كړى شى هم نه ويني چې څنګه يې سيورى له ښۍ او كيڼې خوا الله ته په سجده كولو پرېوځي؟ حال دا چې (ټول) عاجزي كوونكي دي.
阿拉伯语经注:
وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ دَآبَّةٍ وَّالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او هماغه الله ته سجدې كوي څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي له خوځېدونكو حيواناتو او ملايكو پورې په داسې حال كې چې دوى (هېڅ) لويي نه كوي.
阿拉伯语经注:
یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟
دپاسه يې خپل رب نه وېريږي او څه چې ورته امر كيږي ترسره كوي يې.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ اللّٰهُ لَا تَتَّخِذُوْۤا اِلٰهَیْنِ اثْنَیْنِ ۚ— اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟
او الله وايي چې دوه معبودان مه نيسئ، بې شكه چې هماغه يو معبود دى، نو يوازې مانه ووېرېږئ.
阿拉伯语经注:
وَلَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَهُ الدِّیْنُ وَاصِبًا ؕ— اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَتَّقُوْنَ ۟
او هماغه لره دي څه چې په آسمانوو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، او دين (تسليمي) سوچه هماغه لره ده، نو آيا پرته له الله بل چانه وېره كوئ؟
阿拉伯语经注:
وَمَا بِكُمْ مِّنْ نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ثُمَّ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَاِلَیْهِ تَجْـَٔرُوْنَ ۟ۚ
او په تاسي چې كومه لورينه (نعمت) ده هم د الله له لوري ده او بيا چې څه كړاو درته رسي هم هغه ته زارۍ كوئ.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْكُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
خو بيا چې هغه كړاو درنه لرې كړي، يو دم ستاسو څه خلک خپل رب سره شريكان نيسي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭