Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ بُیُوْتِكُمْ سَكَنًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنْ جُلُوْدِ الْاَنْعَامِ بُیُوْتًا تَسْتَخِفُّوْنَهَا یَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَیَوْمَ اِقَامَتِكُمْ ۙ— وَمِنْ اَصْوَافِهَا وَاَوْبَارِهَا وَاَشْعَارِهَاۤ اَثَاثًا وَّمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟
او الله مو كورونه آرام ځايونه درته وګرځول او د څارويو له پوستكو يې داسې كورونه درته پيدا كړل چې د كوچېدو او دېره كېدو په ورځ يې سپک مومئ او د هغو له وړيو، اون او وژغنو يې ستاسي د ګټې وړ سامان پيدا كړ تر يوې ټاكلې نېټى پورې.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّمَّا خَلَقَ ظِلٰلًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْجِبَالِ اَكْنَانًا وَّجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِیْلَ تَقِیْكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِیْلَ تَقِیْكُمْ بَاْسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُوْنَ ۟
او له هغو شيانو چې ده پيدا كړي ستاسي لپاره يې سيوري برابر كړل، په غرونو كې يې پناه ځايونه درته جوړ كړل او داسې كميسونه چې له ګرمۍ مو ساتي او هغه كميسونه چې (په جنګ كې) ستاسي ساتنه كوي، په دې ډول خپل نعمتونه درباندې تماموي ښايي چې تاسو غاړه كيږدئ.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
نو كه دوى مخ اړوي نو پر تا هم له څرګند تبليغه پرته بل څه نشته.
阿拉伯语经注:
یَعْرِفُوْنَ نِعْمَتَ اللّٰهِ ثُمَّ یُنْكِرُوْنَهَا وَاَكْثَرُهُمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
دوى د الله نعمت (ښه) پېژني خو بيا ترې منكريږي او زياتره يې كافران دي.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا ثُمَّ لَا یُؤْذَنُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
او هغه ورځ چې له هر امت نه يو شاهد راپاڅوو نو بيا به كافرانو ته نه (د څه ويلو) اجازه وي او نه به د توبې غوښتنه ترې وكړى شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا رَاَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
او كله چې ظالمان هغه عذاب وګوري نو بيا به نه ورباندې سپک كړى شي او نه به مهلت وركړى شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا رَاَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا شُرَكَآءَهُمْ قَالُوْا رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا الَّذِیْنَ كُنَّا نَدْعُوْا مِنْ دُوْنِكَ ۚ— فَاَلْقَوْا اِلَیْهِمُ الْقَوْلَ اِنَّكُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ
او كله چې مشركان خپل (باطل) شريكان وويني وايي به: اى زموږ ربه! همدا زموږ هغه (انګېرلي) شريكان وو چې له تا پرته مو رابلل، نو هغوى به دا خبره ور وړاندې كړي چې يقيناً تاسي (خپله) دروغجن ياست.
阿拉伯语经注:
وَاَلْقَوْا اِلَی اللّٰهِ یَوْمَىِٕذِ ١لسَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
او په هغه ورځ به الله ته سوله وړاندې كړي او هغه ټول دروغ به يې له منځه ولاړ شي چې دوى به (دنيا كې) جوړول.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭