Check out the new design

Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси * - Таржималар мундарижаси


Маънолар таржимаси Оят: (11) Сура: Нисо
یُوْصِیْكُمُ اللّٰهُ فِیْۤ اَوْلَادِكُمْ ۗ— لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ ۚ— فَاِنْ كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۚ— وَاِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ؕ— وَلِاَبَوَیْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ اِنْ كَانَ لَهٗ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلَدٌ وَّوَرِثَهٗۤ اَبَوٰهُ فَلِاُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَهٗۤ اِخْوَةٌ فَلِاُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُوْنَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
مضبوط حکم کوي الله تعالی او امر کوي تاسو ته د میراث په اړه ستاسو په اولادونو کې؛ یقینا میراث تقسیمیږي په منځ د اولادونو ستاسو کې داسې چې هلک لره به وي په شان د دوو برخو د جینکو، نو که چیرته پریښودي وي دې مړي لورګانې پغیر د نر بچې نه؛ نو د دوو یا د دوو څخه زیاتو لورګانو لره ده دریمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښی وي، او که چیرته یوه لور وي نو بیا د هغې لپاره نیمه برخه د هغه مال ده چې دې مړي پریښې وي، او شته لپاره د هر یو د مور او پلار د مړي شپږمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښې وي؛ که د دې مړي اولاد وي نر وي او که ښځه، او که چیرته نه وي د دې مړي اولاد او نه یې نور وارثان وي بغیر د مور او پلار څخه؛ نو د مور لپاره یې بیا دریمه حصه د مال ده، او پاتې ټول میراث د پلار حق دی، او که چیرته وي د دې مړي وروڼه یا خویندې دوه یا له دوو څخه زیات که سکه وي (چې مور او پلار یې یو وي) او یا ناسکه وي (چې پلار یا مور يې جدا وي)؛ نو بیا د دې مور لپاره شپږمه برخه فرضا ده، او باقي مال د پلاره لپاره تعصیبا دی، او دې وروڼو او خویندو لپاره بیا هیڅ هم نشته، او د میراث تقسیم به وي وروسته د اداء کولو د هغه وصیت نه چې مړي کړی وي پدې شرط چې دا وصیت به د ټول مال له دریمې حصې څخه زیات نه وي، او په شرط د اداء کولو د هغه قرض چې پدې مړي باندې وي، او الله تعالی د میراث تقسیم ځکه پدې ډول کړی چې؛ تاسو نه پوهیږئ څوک ستاسو د پلارانو او اولادونو څخه تاسو ته ډیر نږدې دی په ګټې دررسولو کې په دنیا او اخرت کې، کیدای شي چې مړی به د یو وارث باره کې د خیر فکر کوي؛ نو هغه ته به ټول مال ورکړي، او یا به پرې د شر سوچ کوي نو هغه به له میراث څخه محروم کړي، او کیدای شي د هغه وارث حالات د دې برعکس وي، او یوازې هغه ذات چې دا ټول پیژني الله تعالی دی هغه ذات چې په هغه باندې هیڅ شي پټ نشې پاتي کیدلی، او لدې وجی نه یې میراث په هغه طریقه تقسیم کړ کوم چې په دې ایت کې بیان شو، او دا یې د خپل طرف نه په خپلو بندګانو فرض کړ، بیشکه الله تعالی په هر څه باندې پوه دی په هغه باندې د خپلو بندګانو د مصلحت څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتې کیدلی، حکمت والا ذات دی په خپلو حکمونو او په خپلو کارونو کې.
Арабча тафсирлар:
Ушбу саҳифадаги оят фойдаларидан:
• دلت أحكام المواريث على أن الشريعة أعطت الرجال والنساء حقوقهم مراعية العدل بينهم وتحقيق المصلحة بينهم.
د میراث احکام پدې خبره دلالت کوي چې شریعت نارینه او زنانه و ته د هغوی حقونه په عدل او انصاف او د هغوی تر منځه د مصلحت پر بنا ورکړي دي.

• التغليظ الشديد في حرمة أموال اليتامى، والنهي عن التعدي عليها، وعن تضييعها على أي وجه كان.
د یتیمانو د مالونو د حراموالي باره کې سخت حکم، او د هغوی په مال باندې د تیري کولو نه منع، او منع د هغوی د مال د ضایع کولو نه که په هره طریقه وي.

• لما كان المال من أكثر أسباب النزاع بين الناس تولى الله تعالى قسمته في أحكام المواريث.
هر کله چې مال د خلکو تر منځ د لانجو غټ سبب دی لدې امله الله رب العزت یې د وېش د احکامو بیانول پخپله وکړل.

 
Маънолар таржимаси Оят: (11) Сура: Нисо
Суралар мундарижаси Бет рақами
 
Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси - Таржималар мундарижаси

Тафсир маркази томонидан нашр этилган.

Ёпиш