Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ * - ترجمے کی لسٹ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

معانی کا ترجمہ سورت: اعراف   آیت:
قَالَ مَا مَنَعَكَ اَلَّا تَسْجُدَ اِذْ اَمَرْتُكَ ؕ— قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ۚ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟
وې فرمايل: څه شي له سجدې كولو منع كړې كله چې ما امر درته وكړ؟ ويلې: زه خو ترې غوره يم! زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې.
عربی تفاسیر:
قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا یَكُوْنُ لَكَ اَنْ تَتَكَبَّرَ فِیْهَا فَاخْرُجْ اِنَّكَ مِنَ الصّٰغِرِیْنَ ۟
ويې فرمايل: نو ته له دې ځايه كوز شه، تا ته دا حق نشته چې لويي پكې وكړې، نو وځه! رښتيا چې ته له ذليلانو يې.
عربی تفاسیر:
قَالَ اَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ويې ويل: ماته تر هغې ورځې مهلت راكړه چې دوی راپاڅول کېږي.
عربی تفاسیر:
قَالَ اِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟
وویل (الله تعالی) بیشکه ته یې له مهلت ورکړی شوو څخه (د قیامت تر ورځې).
عربی تفاسیر:
قَالَ فَبِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۙ
ويې ويل: نو په دې چې تا زه دې په بې لارېتوب اخته كړم، خامخا به دوی ته ستا په سمه لاره کې كښېنم.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ لَاٰتِیَنَّهُمْ مِّنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ اَیْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَآىِٕلِهِمْ ؕ— وَلَا تَجِدُ اَكْثَرَهُمْ شٰكِرِیْنَ ۟
بيا به يې مخې ته هم راځم او له څټه، ښۍ خوا او كيڼې خوا يې هم او زياتره به يې شكر ويستونكي نه مومې.
عربی تفاسیر:
قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُوْمًا مَّدْحُوْرًا ؕ— لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
ويې فرمايل: وځه! له دې (ځايه) سپك اورټل شوی، له دوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه، خامخا به تاسو ټولو نه جهنم ډكوم.
عربی تفاسیر:
وَیٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَیْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او اې آدمه! ته او مېرمن دې دواړه په جنت كې او سېږئ، او له كومه ځايه مو چې خوښه وي هر څه خورئ خو دغى ونې ته مه وړ لنډېږئ، بيا به له ظالمانو ياست.
عربی تفاسیر:
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّیْطٰنُ لِیُبْدِیَ لَهُمَا مَا وٗرِیَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْاٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهٰىكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَا مَلَكَیْنِ اَوْ تَكُوْنَا مِنَ الْخٰلِدِیْنَ ۟
بيا نو دواړو ته شيطان وسوسه ور واچوله تر څو هغه شرم ځايونه يې چې يو له بله پټ كړى شوي وو، دوى ته ورڅرګند كړي او ويې ويل: رب مو تاسو له دغې ونې ځكه ايسار كړي ياست چې هسې نه پرښتې شئ او يا تلپاتې كېدونكي شئ.
عربی تفاسیر:
وَقَاسَمَهُمَاۤ اِنِّیْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟ۙ
او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم.
عربی تفاسیر:
فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ ۚ— فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؕ— وَنَادٰىهُمَا رَبُّهُمَاۤ اَلَمْ اَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَاَقُلْ لَّكُمَاۤ اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
نو همداسې يې دوى په غولولو سره راكوز كړل، بيا يې كله چې د هغې ونې (خواړه) وڅكل، عورتونه يې ورته څرګند شول او په ځان پورې يې د جنت د پاڼو نښلول پیل كړل نو رب يې ورته اواز وكړ: آيا تاسو مې له دغې ونې ايسار كړي نه وئ؟ او نه مې و درته ويلي چې دا شيطان ستاسو يو څرګند غليم دى؟
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: اعراف
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز رواد الترجمہ گروپ نے جمعیۃ الدعوۃ‘ ربوہ اور جمعیۃ خدمۃ المحتوى الاسلامی باللغات کے تعاون سے ترجمہ کیا۔

بند کریں