Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اَرِنِیْ كَیْفَ تُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— قَالَ اَوَلَمْ تُؤْمِنْ ؕ— قَالَ بَلٰی وَلٰكِنْ لِّیَطْمَىِٕنَّ قَلْبِیْ ؕ— قَالَ فَخُذْ اَرْبَعَةً مِّنَ الطَّیْرِ فَصُرْهُنَّ اِلَیْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلٰی كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَاْتِیْنَكَ سَعْیًا ؕ— وَاعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او ای محمده! هغه وخت یاد کړه چې ابراهیم وویل: ای زما ربه ماته وښایه چې تاسې څنګه مړي ژوندي کوئ؟ الله وفرمایل: ایا ستا لا باور نشته؟ ابراهیم وویل: هو! باور مې پوره شته خو پوښتنه مې ددې لپاره ده چې زړه مې مطمئن شي، الله وفرمایل څلور مرغان ونیسه ځان ته یې رانژدې کړه بیا د جلا، جلاغرونو په څوک د مرغانو جلا، جلا برخې کیده بیا ټول،( بیل، بیل) را وبله تاته به ټول مرغان په منډه راشي او پوه شه چې الله په هر څه زوره ور او د پوره حکمت والا دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ اَنْۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِیْ كُلِّ سُنْۢبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ ؕ— وَاللّٰهُ یُضٰعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
مثال د هغو کسانو چې خپل مالونه د الله په لیار کې لګوي د یوې دانې په شان دی چې اووه وږي ترې رازرغون او په هر وږي کې سل دانې وي، او د الله چې چاته خوښه شي نور یې هم ور ډیره وي، الله د پراخ رحمت څښتن او په هر څه ښه پوه دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ لَا یُتْبِعُوْنَ مَاۤ اَنْفَقُوْا مَنًّا وَّلَاۤ اَذًی ۙ— لَّهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لیار کې مصرف کړي او بیا د خپل خیرات پسې احسان او نور ضررونه تړي، نو رب به یې پوره بدله ورکړي هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به غمجن کیږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ وَّمَغْفِرَةٌ خَیْرٌ مِّنْ صَدَقَةٍ یَّتْبَعُهَاۤ اَذًی ؕ— وَاللّٰهُ غَنِیٌّ حَلِیْمٌ ۟
ښه خبره او بښنه له هغه خیرات څخه ډیره غوره ده چې ضرر ورسره تړلی وي الله جل جلاله هیچا ته اړ نه، او د تحمل څښتن دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُبْطِلُوْا صَدَقٰتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْاَذٰی ۙ— كَالَّذِیْ یُنْفِقُ مَالَهٗ رِئَآءَ النَّاسِ وَلَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَیْهِ تُرَابٌ فَاَصَابَهٗ وَابِلٌ فَتَرَكَهٗ صَلْدًا ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّمَّا كَسَبُوْا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ای مؤمنانو! خپل خیراتونه مو په احسان بارولو، او ضرر رسولو سره د هغه چا په څیر مه بابیزه کوئ چې خپل مال د خلکو د ښودنې لپاره لګوي نه په الله ایمان لري او نه د اخرت په ورځ دا وړ سړی هغې ښویه ډبرې ته ورته دی چې خاوره پرې د پاسه پرته وي نو چې د باران تیزه شیبه پرې وشي ښویه پاتي شي دوي هیڅ توان نه لري چې د خپلو کړو ګټه تر لاسه کړي او الله کافر قوم ته سمه لیار نه ښايې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara