Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتٰبٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ ۙ— وَكَانُوْا مِنْ قَبْلُ یَسْتَفْتِحُوْنَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ مَّا عَرَفُوْا كَفَرُوْا بِهٖ ؗ— فَلَعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او کله چې هغوی ته د الله له لورې یو داسې کتاب راغی چې د هغوی په لاسونو کې د پخواني کتاب تائید کوي او هم به هغوی ددې کتاب او د راوړونکې په ملاتړ یې پر کافرانو د خپل بري هیله څرګندوله، خو هغه څه چې ښه يې پيژندل ورته راغلل نو انکار یې ترې وکړ او پرې کافران شول، نو د الله لعنت دې پر کافرانو وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ اَنْ یَّكْفُرُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بَغْیًا اَنْ یُّنَزِّلَ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ۚ— فَبَآءُوْ بِغَضَبٍ عَلٰی غَضَبٍ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
ډیر بد دی هغه څیز چې دوی پرې ځانونه خرڅ کړي دي او هغه دا چې دوی د الله په رالیږلي دین یوازې له دې حسد او کینې څخه کافران شوي دي چې الله خپل فضل او مهربانې په خپل ځینو بنده ګانو ولې راښکته کړې ده؟ نو ځکه هغوی د یوه غضب له پاسه پر بل غضب اخته شول او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا نُؤْمِنُ بِمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَیَكْفُرُوْنَ بِمَا وَرَآءَهٗ ۗ— وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ ؕ— قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُوْنَ اَنْۢبِیَآءَ اللّٰهِ مِنْ قَبْلُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او کله چې دوی ته وویل شو چې د الله له لورې په راغلي دین ایمان راوړئ نو وايې مونږ یوازې په هغه څه ایمان راوړو چې پر مونږ نازل شوي دي او له دې پرته له نورو ټولو څخه انکار کوي، که څه هم هغه حق وي او د هغوی په لاس کې د موجود کتاب تائید کوي ښه! نو ورته ووایه چې تاسې ولې د الله رسولان وژنئ؟ که چیري تاسې مؤمنان یاست؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَقَدْ جَآءَكُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او بې شکه چې موسی ( علیه السلام ) تاسې ته ښکاره نښې راوړې وي ، خو ( د طور غر ته) د هغه له تګ وروسته تاسې خوسی په الوهیت ونیو او تاسې تیری کوونکي یاست.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ ؕ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاسْمَعُوْا ؕ— قَالُوْا سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا ۗ— وَاُشْرِبُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ؕ— قُلْ بِئْسَمَا یَاْمُرُكُمْ بِهٖۤ اِیْمَانُكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او هغه هم در په زړه کړئ چې مونږ له تاسې ژبه(ژمنه) واخیسته، د طور غرمې در باندې راپورته او درته مې وویل: هغه څه چې زه یې درکوم منګولې پرې ولګوئ او غوږ ونیسئ هغوی وویل: خبره مو واوریده خو منلو ته یې تیار نه یو. دا نادودې یې ځکه کولې چې د کفر له مخې یې د خوسې مینې په زړونو کې ځای نیولی و، اې محمده! ورته ووایه که تاسې دا کارونه د خپل ایمان په رڼا کې کوئ نو ستاسې ایمان تاسې ته په ډیرو نا دودو امر کوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara