Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Maryam   Ayah:
وَنَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَقَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا ۟
او هغه ته مو د طور غره له ښي اړخ نه غږ وکړ.او په داسې حال کې مې ځان ته رانژې کړ چې له مونږ سره یې راز او نیاز کاوه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَوَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا ۟
او د خپلې لورینې له مخې مو د هغه ورور هارون هم د نبي په توګه وروباښه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟ۚ
او ای محمده په دې کتاب کې د اسماعیل یادونه هم وکړه بي له شکه هغه د وعدې رښتینی،رسول او پيغمبر و.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَكَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ ۪— وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا ۟
خپلې کورنۍ ته ئې د لمانځه او زکات امر کاو او د خپل رب په وړاندې منلی شوی ؤ؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟ۗۙ
او په دې کتاب کې د ادریس یادونه وکړه بې له شکه هغه یو رښتینی پیغمبر ؤ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَّرَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا ۟
او مونږ لوړ مقام ته رسولی ؤ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ ۗ— وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؗ— وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْرَآءِیْلَ ؗ— وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَا ؕ— اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُكِیًّا ۟
دا همغه پیغمبران دي چې مونږ پرې لورینه کړې ده.دادم له اولادې او د هغو خلکو له ځوځات نه چې له نوح سره مو په کښتۍ کې سپاره کړي او د ابراهیم او اسرائیل له اولادې نه هو!دا همغه خلک دي چې مونږ ورته ښوونه کړې او غوره کړي مو دي،او کله چې د رحمن ایتونه پرې ولوستل شي نو پړ مخ په سجده پریووزي او ژړاګانې کوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا ۟ۙ
له هغوی وروسته داسې نااهله خلک پاتې شول چې لمونځ یې ضایع او د نفسي غوښتنو پسې ولاړل نو ژر به د بې لیارۍ له عاقبت سره مخ شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۟ۙ
مګر که څوک توبه وباسي او نیکې کړنې وکړي.نو دا وړ خلک به جنت ته ولاړ او هیڅ تیری به پرې ونه شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا ۟
دا هغه جنتونه دي چې مهربان خدای له خپلو بنده ګانو سره په نالیدنه کې وعده کړې او د هغه وعده ضرور راتلونکې ده.
Ang mga Tafsir na Arabe:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا ؕ— وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟
هلته به هیڅ بابیزه خبره نه اوري یوازې روغې خبرې به اوري.او سهار او ماښام به یې روزي ورته رسیږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا ۟
دا جنتونه مونږ خپلو پرهیزګارو بنده ګانو ته په میراث ورکوو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ ۚ— لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّا ۟ۚ
او ای محمده!مونږ ملایکې یوازې ستا د رب په حکم راښکته کیږو.څه چې زمونږ په وړاندې وروسته او د دواړو په مینځ کې دي د هغو ټولو څښتن دی.او ستا رب هیروونکی نه دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Maryam
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara