Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்பால்   வசனம்:
اِذْ تَسْتَغِیْثُوْنَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ اَنِّیْ مُمِدُّكُمْ بِاَلْفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُرْدِفِیْنَ ۟
او هغه یاد کړه چې تاسې خپل رب ته د کومک چیغې وهلې هغه ستاسې غوښتنه ومنله چې: زه په زرو ملائکو په پرله پسې درلیږلو سره ستاسې ملاتړ کوم.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی وَلِتَطْمَىِٕنَّ بِهٖ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
ددې کومک لیږل یوازې یو زیری او ستاسې د زړونو ډاډمن کول وو که نه مرسته او کومک یوازې د الله له لورې دی په یقیني توګه چې الله پاک برلاسۍ او د حکمت څښتن دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ یُغَشِّیْكُمُ النُّعَاسَ اَمَنَةً مِّنْهُ وَیُنَزِّلُ عَلَیْكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً لِّیُطَهِّرَكُمْ بِهٖ وَیُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّیْطٰنِ وَلِیَرْبِطَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ وَیُثَبِّتَ بِهِ الْاَقْدَامَ ۟ؕ
او هغه یاد کړئ چې الله پاک تاسې له خپلې لورې د ډاډ او سکون په پرماښۍ[۱۷]کې پوښلئ او پر تاسې یې له اسمان نه اوبه راښکته کولې تر څو پرې تاسې پاک او د شیطان وسوسه در څخه لرې کړي او تر څو زړونه مو پیاوړي او قدمونه مو کلک کړي.
[۱۷] ـ که څه هم د بدر شپه د لومړني جنګ شپه وه او په داسې شپه جنګیالي ته خوب ورتلل څه اسان کار نه دی خو حضرت علي رضي الله عنه وايي زمونږ د لښکر ټول مجاهدین ویده شول یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ؤ چې ګرده شپه ویښ ؤ او دعا یې کوله.(ابن جریر الطبری ۶/۲۵۸)
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ یُوْحِیْ رَبُّكَ اِلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ اَنِّیْ مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— سَاُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوْا فَوْقَ الْاَعْنَاقِ وَاضْرِبُوْا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ۟ؕ
هغه یاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وحې کوله چې زه له تاسې سره یم د مؤمنانو قدمونه کلک کړئ ډیر ژر به زه د کافرانو په زړونو کې ډار واچوم نو تاسې کافران په څټونو او بند په بند ووهئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ۚ— وَمَنْ یُّشَاقِقِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دا ځکه چې دې خلکو د الله او د هغه د رسول مخالفت کړی دی،او څوک چې دالله او د هغه د رسول مخالفت کوي نو باید پوه شي چې د الله عذاب ډیر سخت دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
ذٰلِكُمْ فَذُوْقُوْهُ وَاَنَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابَ النَّارِ ۟
هو! همدا ستاسې عذاب دی ویي څکئ او د کافرانو لپاره د اور عذاب دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوْهُمُ الْاَدْبَارَ ۟ۚ
ای مؤمنانو! کله چې د کافرانو سره د یو لښکر په بڼه مخامخ شوئ. نو له هغوس نه تیښته مه کوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَنْ یُّوَلِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ دُبُرَهٗۤ اِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ اَوْ مُتَحَیِّزًا اِلٰی فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
او هر څوک چې په داسې ورځ تیښته وکړي پرته له دی چې د جنګ تاکتیک یې غوښتنه کوي او یاله یوی بلې جنګیالۍ ډلې سره یوځای شي. نو په تحقیق چې د الله غضب یې په برخه او جهنم یې د ورتګ ځای دی او هغه د ورتګ لپاره یې ډیر بد ځای دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்பால்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக