Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்ஆம்   வசனம்:
وَهُوَ الَّذِیْ یَتَوَفّٰىكُمْ بِالَّیْلِ وَیَعْلَمُ مَا جَرَحْتُمْ بِالنَّهَارِ ثُمَّ یَبْعَثُكُمْ فِیْهِ لِیُقْضٰۤی اَجَلٌ مُّسَمًّی ۚ— ثُمَّ اِلَیْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ یُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
الله هغه ذات دی چې د شپې مو پوره اخلي. او د ورځي ټول کړه مو ورته معلوم دي بیا مو د ورځې بیرته راویښوي تر څو د مرګ لپاره ټاکلې موده پوره شي. بیا مو خاص د هغه په لور ورتګ دی او بیا به تاسې د خپلو کړنو له نتیجې نه خبر کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ وَیُرْسِلُ عَلَیْكُمْ حَفَظَةً ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا یُفَرِّطُوْنَ ۟
الله پاک د خپلو بنده ګانو پوره واکمن او ستاسې پر څارنه ملایکې لیږي. تر څو کله چې ستاسې د کوم یوه د مرګ نیټه راشي، نو زمونږ استازي یې پرته له دې چې څه کموالی ترې وشي پوره ساه اخلي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُمَّ رُدُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ ؕ— اَلَا لَهُ الْحُكْمُ ۫— وَهُوَ اَسْرَعُ الْحٰسِبِیْنَ ۟
بیا ټول د رښتیني بادار په لور استول کیږي ـ خبر اوسئ چې واک یوازې د هغه او هغه ژر حساب کوونکی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ مَنْ یُّنَجِّیْكُمْ مِّنْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُوْنَهٗ تَضَرُّعًا وَّخُفْیَةً ۚ— لَىِٕنْ اَنْجٰىنَا مِنْ هٰذِهٖ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه څوک به تاسې د وچې او لندې له تیارو څخه وژغورې؟ تاسې په ښکاره او پټه زارۍ کوئ. چې که الله مونږ له دې تیارو نه خلاص کړو نو خامخا به د شکر کوونکو لار نیسو.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلِ اللّٰهُ یُنَجِّیْكُمْ مِّنْهَا وَمِنْ كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ اَنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې الله پاک مو له دې او له هرې سختۍ نه خلاصوي بیا هم تاسې له هغه سره شریک نیسئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلٰۤی اَنْ یَّبْعَثَ عَلَیْكُمْ عَذَابًا مِّنْ فَوْقِكُمْ اَوْ مِنْ تَحْتِ اَرْجُلِكُمْ اَوْ یَلْبِسَكُمْ شِیَعًا وَّیُذِیْقَ بَعْضَكُمْ بَاْسَ بَعْضٍ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَفْقَهُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه د الله پاک په وس ده چې له پاسه در باندې کوم عذاب راښکته او یا یې د پښو له لورې درباندې راپورته کړي. او یا مو په ډلو وویشي او هره ډله په بله وځوروي. وګوره مونږ څرنګه نښانې وړاندی کوو تر څو هغوی پوه شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكَذَّبَ بِهٖ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ ؕ— قُلْ لَّسْتُ عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍ ۟ؕ
ستا قوم دا نښې درواغ ګڼلې سره له دې چې حقې دي. ورته ووایه چې زه ستاسې ساتونکی نه یم.
அரபு விரிவுரைகள்:
لِكُلِّ نَبَاٍ مُّسْتَقَرٌّ ؗ— وَّسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
د هرې خبرې لپاره یو وخت وي او چې نیټه یې راشي بیا به تاسې پوه شئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِذَا رَاَیْتَ الَّذِیْنَ یَخُوْضُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖ ؕ— وَاِمَّا یُنْسِیَنَّكَ الشَّیْطٰنُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرٰی مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او چې تا ولیدل چې ځینې خلک زمونږ پر ایتونو ګوته ږدي نو تر هغو ترې لرې اوسه چې تر څو له دې ملنډو تیر او نورې خبرې پیل کړي. او که شیطان در نه هیره کړه نو له یادښت وروسته له تیري کوونکي قوم سره مه کینه.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்ஆம்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக