Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்ஆம்   வசனம்:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ اٰزَرَ اَتَتَّخِذُ اَصْنَامًا اٰلِهَةً ۚ— اِنِّیْۤ اَرٰىكَ وَقَوْمَكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او هغه رایاد کړه چې ابراهیم علیه السلام خپل پلار ازر ته ویلي وو. ایا ته بوتان په خدایي سره نیسې؟ زه تا او ستا قوم په ښکاره بې لارۍ کې وینم.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ ۟
او په دی توګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او د ځمکې د پاچایې نظام وروښود تر څو هغه له باور کوونکو څخه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّا جَنَّ عَلَیْهِ الَّیْلُ رَاٰ كَوْكَبًا ۚ— قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَاۤ اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ ۟
کله چې شپه پرې را بره شوه نو یو ستوری یې ولید. ویې ویل دا زما رب دی. کله چې ورک او پټ شو ویې ویل زه ورکیدونکې نه خوښوم.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّا رَاَ الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَىِٕنْ لَّمْ یَهْدِنِیْ رَبِّیْ لَاَكُوْنَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّیْنَ ۟
او کله یې چې سپوږمۍ راختونکې او پړه کیدونکې ولیده ویې ویل دا زما رب دی. خو چې ورکه شوه ویې ویل قسم دی که زما رب ماته لار ونه ښايې نو زه به هم د لار ورکو خلکو څخه وم.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّا رَاَ الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَكْبَرُ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَتْ قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟
او چې کله یې لمر راختونکی او پړکیدونکی ولید. ویې ویل دا لوی دی دا مې رب دی. چې ورک او ډوب شو نو ویې ویل ای زما قومه زه له هغه څه نه بې زار یم چې تاسې یې له الله سره شریک کڼئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ
ما خپل ځان هغه چا ته سپارلې دی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي زه په سمه لار یم او هر ګز له مشرکانو څخه نه یم.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَحَآجَّهٗ قَوْمُهٗ ؕ— قَالَ اَتُحَآجُّوْٓنِّیْ فِی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنِ ؕ— وَلَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا ؕ— وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
قوم یې ورسره نانندرۍ ووهلې. ده ورته وویل: ایا تاسې له ما سره د هغه الله په کله نانندرۍ وهئ چې ما ته یې روغه لار ښوولې ده؟ او زه له هغه هیڅ نه ډاریږم چې تاسې یې له الله سره شریکان نیسئ، ماته یوازې هغه څه رسیږي چې زما رب یې وغواړي زما رب په هر څه پوه او هر څه یې په وس ک دي . ایا اوس هم تاسې پند نه اخلئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا ؕ— فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۘ
او ولې به زه له هغه څه ډار کوم چ تاسې له الله سره شریکان کړي دي؟ سره له دی چې تاسې ډار نه لرئ چې له الله سره مو هغه څه شریکان نیولي دي چې د هغوی په هکله تاسې ته کوم منلی دلیل هم نه دی راغلی. نو اوس تاسې ووایې چې څوک باید ډاډمن وي؟ که په خبره پوهیږئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்ஆம்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக