Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அத்தாரியாத்   வசனம்:
كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟۫
هو!په همدې توګه له دوی نه وړاندې هیڅ قوم ته استازی نه دی راغلی مګر هغوی ویلي دي چې دا جادوګر یا لیونی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَتَوَاصَوْا بِهٖ ۚ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ
ایا هغوی په دې خبره یو بل ته وصیت کړی دی؟ نه:بلکې هغوی سرغړوونکي خلک دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ ۟ؗ
نو ای پیغمبره!مخ ترې واړه وه ته هیڅ ملامت نه یې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او پند ورکوه ځکه چې پند ورکول مؤمنانو ته ګټه رسوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ۟
او ما پيریان او انسانان له دې نه پرته د بل هیڅ شي لپاره نه دي پيدا کړي چې هغوی به زما بندګي او عبادت کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ ۟
زه به له هغوی روزي نه غواړم او نه ترې غوښتنه کوم چې ماته خوراک راکړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ ۟
بې له شکه چې الله په خپله ښه روزي ور کوونکی،د قوت څښتن او پیاوړی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ ۟
د ظالمانو لپاره همغه عذاب دی چې ملګرو ته یې ور کړل شوی دی.نو ډير په تلوار دې نه غواړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟۠
د کافرانو لپاره په هغه ورځ هلاک او د دوزخ کنده ده چې له دوی سره یې وعده کولی شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அத்தாரியாத்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக