Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அத்தாரியாத்   வசனம்:
وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ
او قسم په ښایسته جوړ شوې او له لارو نه په ډک اسمان
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ
چې بې شکه تاسې په یوه ګډه وډه[۱۷] خبره کې يې.
[۱۷] ځینې وايي قران سحر دی، ځیني وايي شعر دی، ځیني وايي کوډي دي او ځیني نور څه وايي( فتح القدیر )
அரபு விரிவுரைகள்:
یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ
له دې قران څخه هغه خلک اړولی شي چې د الله په علم کې ترې اړول شوې دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ
اټل کوونکې دي هلاک شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ
هغه چې د اخرت له پټ کار نه غافله او ناخبره دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ
او پوښتنه کوي چې د حساب او کتاب ورځ به کله وي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟
په هغه ورځ کې به هغوی په اور سوزولی شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
هلته به ورته وویل شي اوس خپل عذاب وڅکئ دا همغه څه دي چې تاسې په ډیر تلوار غوښتلو.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
بې له شکه چې له الله نه ډاریدونکي خلک به په باغونو او چینو کې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ
د خپل رب ورکړي نعمتونه به په خوښۍ سره اخلي بې له شکه چې دوی له دې نه په مخکې ژوند کې نیکو کاران وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟
د شپې په ډیره لږه برخه کې ویده کیدل.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟
او د شپي په اخرنۍ برخه کې يي بښنه غوښتله.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟
او په مالونو کې د سوال ګرو او بې وسو برخه معلومه وه.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ
او په ځمکه کې د باور کوونکو لپاره سخت ډیر دلایل او نښط دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟
او ستاسې په خپلو ځانونو کې ایا تاسې نه ځیر کیږئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟
په اسمان کې ستاسې روزې او هغه څه دي چې له تاسې سره يي وعده کیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠
نو د اسمان او ځمکې په رب مې قسم چې دا خبره همداسې واقعیت دی لکه څرنګه چې دا یو واقعیت دی چې تاسې خبرې کوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ
اې پیغمبره ! د ابراهیم د عزتمنو میلمنو کیسه تاته راغلې ده؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟
کله چې ابراهیم ته راغلل نو ويي ویل: سلام. ابراهیم وویل: پر تاسو دې سلام وي. څه نا اشنا غوندي خلک دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ
همغه وخت کور ته والړ او یو چاغ وریت کړی خوسی يي راووړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ
میلمنو ته يي وړاندې او ورته يي وویل: ایا تاسو يې نه خورئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟
هغه وو چې په زړه کې ترې وډار شو. هغوی ورته وویل: مه ډاریږه! او بیا يې د یوه هوښیار هلک زیری ورکړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟
ښځه يې په چیغو سر او په داسې حال کې چې مخ يي واهه را وړاندې او ويي ویل زړه او شنډه ښځه!
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
ملایکو وویل: هو! په همدې ډول ستا رب فرمایلي دي بې له شکه هغه د حکمت څښتن په هر څه پوه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அத்தாரியாத்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக