Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: Et Tevbe   Ajeti:

توبه

بَرَآءَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ؕ
د الله او د هغه د رسول له لورې د برائت اعلان دی هغو مشرکانو ته چې تاسو ورسره تړون کړی دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
فَسِیْحُوْا فِی الْاَرْضِ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مُخْزِی الْكٰفِرِیْنَ ۟
نو ای مشرکانو! یوازې څلور میاشتې[۴]په ځمکه کې ښکته او پورته په ازادۍ وګرځئ او پوه شئ چې تاسې الله پاک نه شئ بې وسه کولی او الله پاک د کافرانو رسوا کوونکو دی.
[۴] ـ څلور میاشتې د هغو مشرکانو لپاره مهلت ؤ چې د ټاکلې مودې پورې ورسره تړون او له تړون نه یې همغومره وخت پاتې و یا یې ډیر او یایې لږ وخت پاتې ؤ خو تړون یې مات کړی ؤ.(ابن جریر الطبری)
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاَذَانٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی النَّاسِ یَوْمَ الْحَجِّ الْاَكْبَرِ اَنَّ اللّٰهَ بَرِیْٓءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۙ۬— وَرَسُوْلُهٗ ؕ— فَاِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
د الله او د هغه د رسول له لورې نن د حج په ورځ [۵] ټولو خلکو ته اعلان دی چې :الله او د هغه رسول له مشرکانو نه بیزاره دي نو که تاسې توبه وښکله نو دا درته ډیره غوره ده او که له توبې نه مو مخ واړؤ نو پوه شئ چې الله نه شئ بې وسه کولی. او ای پیغمبره! کافرانو ته د دردناک عذاب خبر ورکړه.
[۵] ـ په عربې اصطلاح کې حج اکبر،حج او حج اصغر عمرې ته وایې(ابن جریر الطبری)
Tefsiret në gjuhën arabe:
اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ثُمَّ لَمْ یَنْقُصُوْكُمْ شَیْـًٔا وَّلَمْ یُظَاهِرُوْا عَلَیْكُمْ اَحَدًا فَاَتِمُّوْۤا اِلَیْهِمْ عَهْدَهُمْ اِلٰی مُدَّتِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
خو پرته له هغو مشرکانو چې تاسې ورسره تړون کړی او څه نیمګړتیا مو لا ترې نه ده لیدلي. او نه یې ستاسې پر ضد له چا سره ملاتړ کړی دی نو له هغوی سره مو تړون تر ټاکلې نیټي پورې بشپړ کړئ بې شکه چې الله پاک پرهیزګاران خوښوي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
فَاِذَا انْسَلَخَ الْاَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِیْنَ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ وَخُذُوْهُمْ وَاحْصُرُوْهُمْ وَاقْعُدُوْا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ— فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَخَلُّوْا سَبِیْلَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او چې حرامې میاشتې ووتلې نو هر چیرې مو چې مشرکان مینده کړل ویې وژنئ[۶]ویې نیسئ بندي او ایسار یې کړئ او په هر ځای کې یې څارئ نو که توبه یې وکړه لمونځ یې ودراو او زکات یې ورکړ نو لیار یې خوشې کړئ بې شکه چې الله پاک بښونکی خورا مهربان دی.
[۶] دا حکم د هغو مشرکانو په هکله ؤ چې تړون ورسره نه ؤ شوی او دلته له حرامو میاشتو نه هدف د ذوالحجې او محرم میاشتې وي(ابن جریر الطبری)
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِنْ اَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ اسْتَجَارَكَ فَاَجِرْهُ حَتّٰی یَسْمَعَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ اَبْلِغْهُ مَاْمَنَهٗ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او که کوم یوه مشرک د الله د کلام د اوریدلو په هیله له تانه امن وغوښتلو نو امن ورکړه تر څو د الله کلام واوري بیا یي ډاډمن ځای ته ورسوه ځکه چې دوی ناپوهه قوم دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: Et Tevbe
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll