Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: El Enam   Ajeti:
اِنَّمَا یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ یَسْمَعُوْنَ ؔؕ— وَالْمَوْتٰی یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ ثُمَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟
یوازې هغه خلک خبره مني چې د حق بلنه اورې. او الله مړي را پورته کوي او بیا د هغه په لور ور ګرځول کیږي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یُّنَزِّلَ اٰیَةً وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغوی وایې چې ولې پر محمد(صلی الله علیه وسلم) د خپل رب له لورې یوه معجز نه نازلیږي. ووایه الله پاک توان لري چې معجزه نازله کړي خو د هغوی ډیر خلک نه پوهیږي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا طٰٓىِٕرٍ یَّطِیْرُ بِجَنَاحَیْهِ اِلَّاۤ اُمَمٌ اَمْثَالُكُمْ ؕ— مَا فَرَّطْنَا فِی الْكِتٰبِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ یُحْشَرُوْنَ ۟
د ځمکي ټول څاروي، او په وزرونو الوتونکي مرغان ستاسې په شان خیلونه دي. مونږ په کتاب کې هیڅ شی نیمګړی نه دی پريښی بیا به دا ټول ژوي د خپل رب په لور را ټول کړای شي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا صُمٌّ وَّبُكْمٌ فِی الظُّلُمٰتِ ؕ— مَنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یُضْلِلْهُ ؕ— وَمَنْ یَّشَاْ یَجْعَلْهُ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او چا چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي دي هغوی له حق اوریدلو نه کاڼه او له ویلو نه یې ګونګیان او په تیارو کې پراته دي. د الله پاک چې چاته خوښه شي بې لارې کوي یي او چې چاته یې خوښه شي ه سمه لار یې برابروي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ اَوْ اَتَتْكُمُ السَّاعَةُ اَغَیْرَ اللّٰهِ تَدْعُوْنَ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
( ای محمده!) ووایه په دې مي پوه کړئ چې که چیر تاسې ته د الله عذاب او یا د قیامت ټاکلی وخت راشي نو ایا تاسې به پرته له الله نه بل څوک بلئ؟ که تاسې رښتیني یاست.
Tefsiret në gjuhën arabe:
بَلْ اِیَّاهُ تَدْعُوْنَ فَیَكْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُوْنَ ۟۠
بلکې په داسې وختونو کې خو تاسې یوازې یو الله رابلئ بیا نو که د هغه خوښه شي هغه څه در څخه لري کوي چې تاسې يې غوښتنه کوئ او هغه چې له الله سره یې شریک ګڼئ بالکل له یاده وباسئ.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَخَذْنٰهُمْ بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُوْنَ ۟
او مونږ پخوانیو امټونو ته استازي لیږلي او له سختیو او ستونزو سره مو مخ کړي وو ښايي چې هغوی عاجزۍ او زارۍ وکړي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
فَلَوْلَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَلٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
نو چې کله هغوی ته زمونږ عذاب راغی ولې ې زارۍ او عاجزي ونکړه؟ عاجزي لا څه چې زړونه يې سخت او شیطان ټولې کړنې ورته ښایسته کړې.
Tefsiret në gjuhën arabe:
فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ ۟
نو کله چې هغوی ورکړای شوی پند هیر کړ نو مونږ پرې د هر شي دروازې را خلاصې کړې. تر دې چې په ورکړو شوو نعمتونو خورا زیات خوښ شوي وو ناببره مو ونیول بیا نو هغوی مایوسي ښکاره کوونکي وو.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: El Enam
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll