Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: Jusuf   Ajeti:
قَالَ هَلْ اٰمَنُكُمْ عَلَیْهِ اِلَّا كَمَاۤ اَمِنْتُكُمْ عَلٰۤی اَخِیْهِ مِنْ قَبْلُ ؕ— فَاللّٰهُ خَیْرٌ حٰفِظًا ۪— وَّهُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟
پلار يې وویل: ایا زه پر تاسې د بنیامین په هکله باور وکړم؟ لکه څنګه مې چې پخوا دده د ورور په هکله پر تاسې کړی ؤ؟ نو الله ښه ساتونکی او هغه له ټولو مهربانانو نه غوره مهربان دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَلَمَّا فَتَحُوْا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوْا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ اِلَیْهِمْ ؕ— قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مَا نَبْغِیْ ؕ— هٰذِهٖ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ اِلَیْنَا ۚ— وَنَمِیْرُ اَهْلَنَا وَنَحْفَظُ اَخَانَا وَنَزْدَادُ كَیْلَ بَعِیْرٍ ؕ— ذٰلِكَ كَیْلٌ یَّسِیْرٌ ۟
او کله چې هغوی خپل سامان خلاص کړ نو ويې لیده چې مال او روپۍ يې بیرته دوي ته ورکړای شوي دي. نو پلار ته يي وویل پلار جانه نور نو مونږ څه غواړو؟ دغه دی زمونږ روپۍ بیرته مونږ ته راکړای شوي دي. مونږ باید بیا ولاړ شو چې خپلې کورنۍ ته خوراک راوړو ورو به مو ساتو او یو اوښ بار به زیات ترلاسه کړو. دا یو اسانه بار دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
قَالَ لَنْ اُرْسِلَهٗ مَعَكُمْ حَتّٰی تُؤْتُوْنِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ لَتَاْتُنَّنِیْ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّحَاطَ بِكُمْ ۚ— فَلَمَّاۤ اٰتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟
پلار يې وویل: زه به هیڅکله هغه له تاسې سره ونه لیږم تر څو تاسې له ما سره د الله په نوم کلک تعهد ونه کړئ چې تر څو تاسې ټول د بل چا په ولکه کې نه وئ راغلي نو خامخا به بنیامین بیرته ماته راولئ. نو کله چې هغوی تعهد وکړ یعقوب وویل: الله پاک زمونږ پر خبرو څارونکی دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَقَالَ یٰبَنِیَّ لَا تَدْخُلُوْا مِنْ بَابٍ وَّاحِدٍ وَّادْخُلُوْا مِنْ اَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ ؕ— وَمَاۤ اُغْنِیْ عَنْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۚ— وَعَلَیْهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟
او ویې ویل: ځامنو! ټول له یوې دروازې مه ننوځئ بلکې په جلا جلا دروازو ولاړ شئ او زه تاسې د الله له غوښتنې نه شم ژغورلای واکمني یوازې د هغه ده. او ما پر هغه توکل کړی دی او څوک چې توکل کوي نو باید یوازې پر هغه يې وکړي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَلَمَّا دَخَلُوْا مِنْ حَیْثُ اَمَرَهُمْ اَبُوْهُمْ ؕ— مَا كَانَ یُغْنِیْ عَنْهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ اِلَّا حَاجَةً فِیْ نَفْسِ یَعْقُوْبَ قَضٰىهَا ؕ— وَاِنَّهٗ لَذُوْ عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او کله چې له هغې لارې ورننوتل چې پلار ورته امر کړی و. د الله د غوښتنې په مقابل کې دغه احتیاطي تدبیر د هیڅ شي مخه ونه شوه نیولای مګر دا د یعقوب د زړه یوه هیله وه چې پوره ئې کړه. او بې له شکه چې یعقوب ته مونږ ډیر زیات علم ورکړی و. خو ډیر خلک نه پوهیږي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَلَمَّا دَخَلُوْا عَلٰی یُوْسُفَ اٰوٰۤی اِلَیْهِ اَخَاهُ قَالَ اِنِّیْۤ اَنَا اَخُوْكَ فَلَا تَبْتَىِٕسْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او کله چې ورونه یوسف ته ورغلل نو خپل ورور يې ځان ته رانژدې او ورته يې وویل: زه ستا همغه ورک ورور یوسف یم نو ته اوس د هغه څه اندیښنه مه کوه چې دوی به کولو.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: Jusuf
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll