Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Saba   Vers:
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْۤا اَنَحْنُ صَدَدْنٰكُمْ عَنِ الْهُدٰی بَعْدَ اِذْ جَآءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُّجْرِمِیْنَ ۟
هغه مشران چې له حقه يې لويي کړې خپلو هغو پيروانو ته چې کمزوري کړي يې دي وبه وايي: آيا موږ تاسو له هغې لارښوونې راګرځولي ياست چې محمد درته راوړې ده؟! نه، بلکې تاسو ظالمان، د فساد او ورانکارۍ والا ياست.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا بَلْ مَكْرُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ اِذْ تَاْمُرُوْنَنَاۤ اَنْ نَّكْفُرَ بِاللّٰهِ وَنَجْعَلَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ؕ— وَجَعَلْنَا الْاَغْلٰلَ فِیْۤ اَعْنَاقِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او هغه پېرو خلک چې خپلو سردارانو کمزوري کړي وو، خپلو له حقه لويي کوونکو مشرانو ته وويل: بلکې ستاسې شپه او ورځ چل موږ له لارښوونې را ګرځولي وو، کله چې تاسې پر الله د کفر او له هغه پرته د مخلوقاتو د لمانځلو امر راته کولو، هغوی به پښېماني ښکاره کړي پر هغه کفر چې په دنيا کې پرې وو، کله چې عذاب وويني او پوه شي چې سزا ورکول کيږي، او موږ د کافرانو په غاړو کې ځنځيرونه ور اچولي، هغوی ته دغه سزا يوازې له دې امله ورکول کيږي چې په دنيا کې يې له الله پرته د نورو عبادت کولو او ګناهونه يې ترسره کول.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او موږ له کليو په هيڅ کلي کې کوم رسول نه دی لېږلی مګر داچې هغوی يې د الله له عذابه وېرول، خو دا چې په هغو کې چې پر کومو خلکو د واک، مرتبې او مال پېرزوينه شوې وه ويل به يې: بېشکه ای رسوله! موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره لېږل شوي ياست.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالُوْا نَحْنُ اَكْثَرُ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ۙ— وَّمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
او دغو د مرتبې څښتنانو د وياړ او فخر کوونکو په ډول ويل: موږ د مالونو او اولادونو له پلوه ډېر زيات يو، او دا چې تاسو ګومان کوئ چې موږ به په عذابېږو درواغ دي، موږ نه په دنيا کې او نه په آخرت کې په عذابېدونکي يو.
Arabische uitleg van de Qur'an:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
ای رسوله! دغو خلکو ته چې په ورکړل شويو نعمتونو غرور کوونکونکي دي ووايه: زما پالونکی چې پاک او لوړ دی چاته چې وغواړي روزي يې د ازمويښت په ډول پراخوي چې آيا شکر کوي او که کفر، او چاته چې وغواړي د ازموينې په ډول يې روزي تنګوي چې آيا صبرکوي او که په غوسه کيږي؟ خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي چې الله حکيم دی، هيڅ امر نه اندازه کوي مګر د يو لوړ حکمت له مخې، څوک چې پرې پوه شوي هغه پرې پوه شول خو څوک چې ترې جاهل شوي هغه ترې جاهل شول.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ بِالَّتِیْ تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفٰۤی اِلَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ؗ— فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَزَآءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوْا وَهُمْ فِی الْغُرُفٰتِ اٰمِنُوْنَ ۟
او ستاسې هغه مالونه او اولادونه چې پرې وياړئ داسې نه دي چې ستاسو د الله خوښې ته لارښوونه کوي، بلکې چا چې پر الله ايمان راوړی او نېک عمل يې کړی هغه به څو برابره ثواب ترلاسه کړی، نو مالونه هغه د الله په لار کې په لګولو سره نېږدې کوي او اولادونه يې هغه ته په دعا کولو سره، نو دغه مؤمنان چې نېک کارونه کوي هغوی لره څو برابره ثواب دی د هغو نېکيو چې کړې يې دي، او هغوی د جنت په لوړو ماڼيو کې وي چې له هر هغه عذابه او مرګه او د نعمتونو له ختمېدو به په امان کې وي چې ترې ډاريږي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَالَّذِیْنَ یَسْعَوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟
او هغه کافران چې خپله ټوله هڅه زموږ له آيتونو څخه د خلکو په ګرځولو کې لګوي او د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې کوښښ کوي دغه خلک په دنيا کې تاوانيان او په آخرت کې په عذابېدونکي دي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهٗ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
ای رسوله ! ووايه: بېشکه زما پالونکی پاک او لوړ دی له بندګانو يې چې چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي پرې تنګوي يې، او څه چې تاسو د الله په لار کې لګوئ، نو الله تعالی به يې په دنيا کې تر هغو په غوره څه د درکولو ځای ناستی درکړي، او په آخرت کې په لوی ثواب سره، او الله پاک تر ټولو روزي ورکوونکو غوره دی، نو څوک چې روزي لټوي هغه پاک ته دې پناه يوسي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• تبرؤ الأتباع والمتبوعين بعضهم من بعض، لا يُعْفِي كلًّا من مسؤوليته.
د پيروانو او د هغوی د مشرانو له يو او بل څخه بېزاري د يو او بل مسؤوليت له منځه نه وړي.

• الترف مُبْعِد عن الإذعان للحق والانقياد له.
سوکالي او شتمني پر حق له باور کولو او هغه ته له غاړه اېښودلو لېرې کوونکی ده.

• المؤمن ينفعه ماله وولده، والكافر لا ينتفع بهما.
مؤمن ته يې مال او اولاد ګټه رسوي، او کافر ته دغه دواړه ګټه نه رسوي.

• الإنفاق في سبيل الله يؤدي إلى إخلاف المال في الدنيا، والجزاء الحسن في الآخرة.
د الله په لار کې لګښت په دنيا کې د مال ځای ناستی ورکوي او په آخرت کې ښه بدله.

 
Vertaling van de betekenissen Surah: Saba
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran - Index van vertaling

Uitgegeven door het Tafsier Centrum voor Koranstudies.

Sluit