Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Al-Qasas   Vers:
قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ عِنْدِیْ ؕ— اَوَلَمْ یَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهٖ مِنَ الْقُرُوْنِ مَنْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَّاَكْثَرُ جَمْعًا ؕ— وَلَا یُسْـَٔلُ عَنْ ذُنُوْبِهِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
قارون وويل: بېشکه دغه مالونه چې راکړل شوي دي زما د پوهې او پياوړتيا له امله، چې زه د دغه وړ يم. آيا قارون پردې خبره نه پوهېدی چې بېشکه الله له هغه مخکې ډېر امتونه تباه کړي دي چې هغوی تر قارون هم زيات پياوړي او د زياتو مالونو ټولوونکي وو؟! هغوی ته يې ځواک او مالونو کومه ګټه ونه رسوله، او د قيامت په ورځ به له ګناهکارانو څخه يې د ګناهونو په اړه پوښتنه نه کيږي ځکه الله د هغوی پر ګناهونو پوه دی؛ نو پوښتنه به يوازې د چوپ کولو او رټنې وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ فِیْ زِیْنَتِهٖ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا یٰلَیْتَ لَنَا مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ قَارُوْنُ ۙ— اِنَّهٗ لَذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟
نو قارون د سينګار په حالت کې راووت د خپلې لويي ښکاره کوونکی و، د قارون ځينو هغو ملګرو چې د دنيا د ښکلا هيله يې لرله وويل: کاشکي موږ ته هم د دنيا داسې ښکلا راکړل شوې وای لکه قارون ته چې ورکړل شوې ده، بېشکه قارون د بشپړې لويې برخې څښتن دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَیْلَكُمْ ثَوَابُ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّمَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ۚ— وَلَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الصّٰبِرُوْنَ ۟
او هغو کسانو چې پوهه ورکړل شوې وه - کله یې چې قارون په خپله ښکلا کې وليدی او هغه څه يې واورېدل چې د هغه ملګرو یې تمه درلوده؛ نو هغوی - وويل: تباهي دې وي تاسو لره! د الله ثواب په آخرت کې او هغه نعمتونه چې چمتو کړي يې دي د هغه چا لپاره چې ايمان يې راوړی وي او نېک عمل يې کړی وي غوره دي له هغه څه څخه چې قارون ته کومه د دنيا ښکلا ورکړل شوې ده، او د دغې کلمې ويلو او د هغې پر غوښتنه د عمل کولو توفيق يوازې هغه صبر کوونکو ته ورکول کيږي چې پر هغه څه صبر کوي چې له الله سره کوم ثواب دی هغه ته يې لومړيتوب ورکړی پر هغه له منځه تلونکې توښه چې په دنيا کې ده.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَخَسَفْنَا بِهٖ وَبِدَارِهِ الْاَرْضَ ۫— فَمَا كَانَ لَهٗ مِنْ فِئَةٍ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗۗ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِیْنَ ۟
نو د هغه د سرکښۍ له امله مو له هغه څخه د غچ اخېستنې په موخه هغه او د هغه کور په ځمکه کې ننه اېستل، نو له الله پرته هغه لره نه کومه ډله وه چې مرسته يې وکړي او نه هغه په خپله د ځان له مرسته کوونکو څخه و.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَاَصْبَحَ الَّذِیْنَ تَمَنَّوْا مَكَانَهٗ بِالْاَمْسِ یَقُوْلُوْنَ وَیْكَاَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ ۚ— لَوْلَاۤ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا لَخَسَفَ بِنَا ؕ— وَیْكَاَنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
اوهغه کسان چې په ځمکه کې د هغه له ننه اېستلو مخکې يې د هغه د مال او ښکلا غوندې هيله کوله د افسوس کوونکو او پند اخېستونکو په توګه ويل: آيا نه پوهېدو چې الله له خپلو بندګانو چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي روزي يې تنګوي؟! که چېرې الله پر موږ احسان نه وای کړی چې پر هغه څه يې موږ ته سزا را نه کړه چې ومو ويل؛ نو موږ به يې هم داسې په ځمکه کې ننه اېستلي وای لکه قارون يې چې ننه اېستی، بېشکه کافران خلک نه بریالي کيږي، نه په دنيا او نه آخرت کې، بلکې د هغوی پایله او د ورګرځېدو حالت په دنيا او آخرت کې تاوان دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَلَا فَسَادًا ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟
دغه د آخرت کور موږ د نعمتونو او درناوي کور ګرځوو د هغو کسانو لپاره چې په ځمکه کې پر حق له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ څخه لويي کول نه غواړي او نه په هغې کې فساد غواړي، او ښه پايله چې هغه جنت او د هغه نعمتونه او په هغو کې د الله رضا ده دا ټول د هغو متقيانو لپاره دي چې د خپل پالونکي امرونه مني او له نواهيوو يې ځان ساتي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزَی الَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
څوک چې د قيامت په ورځ د لمانځه، زکات، روژې او داسې نورو نېکيو سره راشي؛ نو هغه لره د دغې نېکي ښه بدله ده داسې چې نېکي به يې لس برابره شي، او څوک چې د قيامت په ورځ د کفر، سود خوړلو، زنا او داسې نورو بديو سره راشي؛ نو هغو کسانو ته چې بدکارونه يې کړي دي پرته له زيادته به يوازې د هغوی د بدو کارونو په اندازه سزا ورکړل شي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• كل ما في الإنسان من خير ونِعَم، فهو من الله خلقًا وتقديرًا.
په انسان کې چې هره ښېګڼه او نعمت شتون لري هغه د الله په پيدايښت او اندازه سره دي.

• أهل العلم هم أهل الحكمة والنجاة من الفتن؛ لأن العلم يوجه صاحبه إلى الصواب.
د پوهې څښتنان د حکمت او له فتنو څخه د خلاصون څښتنان دي، ځکه پوهه خپل څښتن حق ته متوجه کوي.

• العلو والكبر في الأرض ونشر الفساد عاقبته الهلاك والخسران.
په ځمکه کې لويي او تکبر او د فساد خپرولو پايله تباهي او زيان دی.

• سعة رحمة الله وعدله بمضاعفة الحسنات للمؤمن وعدم مضاعفة السيئات للكافر.
د الله د لورېينې پراخوالی او د هغه عدل چې د مؤمن لپاره د نېکيو بدله څو برابره ور کوي او کافر ته بدي څو برابره کوي نه..

 
Vertaling van de betekenissen Surah: Al-Qasas
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran - Index van vertaling

Uitgegeven door het Tafsier Centrum voor Koranstudies.

Sluit