Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Al-Forqaan   Vers:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً لَّا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ وَلَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا وَّلَا یَمْلِكُوْنَ مَوْتًا وَّلَا حَیٰوةً وَّلَا نُشُوْرًا ۟
مشرکانو له الله پرته نور داسې شيان معبودان ونيول، چې نه کوچنی او نه لوی څه پيداکولای شي، هغوی په خپله پيداکول کيږي، الله هغوی له نشت څخه پيداکړي دي، هغوی له ځانو د زيان مخه نشي نيولی او نه کومه ګټه ورته رسولای شي، نه ژوندی مړ کولای شي او نه مړی را ژوندی کولای شي او نه مړي له خپلو قبرونو بېرته را پاڅولی شي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكُ ١فْتَرٰىهُ وَاَعَانَهٗ عَلَیْهِ قَوْمٌ اٰخَرُوْنَ ۛۚ— فَقَدْ جَآءُوْ ظُلْمًا وَّزُوْرًا ۟ۚۛ
او هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وويل: نه دی دغه قرآن مګر داسې درواغ چې محمد له ځانه جوړ کړي؛ نو بيا يې الله ته په نسبت کولو تور لګولی، او په دغه درواغ جوړولو کې نورو خلکو مرسته ورسره کړې ده، پرته له شکه دغو کافرانو باطله وينا له ځانه جوړه کړې ده، قرآن د الله وينا ده، د انسانانو او پېريانو لپاره د هغه غوندې وينا راوړل شونې نه ده.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اكْتَتَبَهَا فَهِیَ تُمْلٰی عَلَیْهِ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
دغو د قرآن درواغ ګڼونکو وويل: قرآن د پخوانيو کيسې دي او هغه باطلې کيسې دي چې هغوی يې ليکي، محمد را نقل کړې دي؛ نو هغه د ورځې په پيل او په پای کې پرې لوستل کيږي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
قُلْ اَنْزَلَهُ الَّذِیْ یَعْلَمُ السِّرَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: قرآن هغه الله را نازل کړی چې په آسمانونو او ځمکه کې پر هرڅه پوه دی، هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی لکه څنګه چې تاسو ګومان کوئ، بيا يې توبې ته په هڅولو هغوی ته وويل: بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَیَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— لَوْلَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًا ۟ۙ
د نبي صلی الله علیه وسلم درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: دغه سړي لره څه دي چې ځان د الله لخوا رسول ګڼي، همداسې خوراک کوي لکه نور خلک يې چې کوي، په بازار کې د ژوند د توکو په لټه کې ګرځي او را ګرځي، ولې الله له هغه سره يوه پرېښته نه ده رالېږلې چې له هغه سره ملګرې وي چې تصديق او مرسته يې کوي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اَوْ یُلْقٰۤی اِلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ تَكُوْنُ لَهٗ جَنَّةٌ یَّاْكُلُ مِنْهَا ؕ— وَقَالَ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
او يا پر هغه له آسمانه يوه خزانه را نازله کړي وی او يا هغه لره يو بڼ وی چې مېوې يې ترې خوړلی؛ نو په بازارونو کې به له ګرځېدو او روزۍ لټولو څخه به بې غمه وی، هغو ظالمانو لا دا هم وويل: ای مؤمنانو تاسو د رسول پيروي نه کوئ، بلکې تاسو د يو داسې سړي پيروي کوئ چې عقل يې د کوډو له امله له لاسه ورکړی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟۠
ای رسوله وګوره! دا چې له هغوی تعجب وکړې، چې څنګه يې باطل صفتونه درته بيان کړل؛ نو ويې ويل: هغه ګوډګر دی، ويې ويل: ګوډې پرې شوې دي، ويې ويل: لېونی دی؛ نو هغوی په سمه لار نشي تللی او نه هغوی د دې توان لري چې ستا په رېښتينولۍ او امانت دارۍ کې عيب را وباسي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
تَبٰرَكَ الَّذِیْۤ اِنْ شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَیْرًا مِّنْ ذٰلِكَ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— وَیَجْعَلْ لَّكَ قُصُوْرًا ۟
هغه ذات برکتناک دی، که وغواړي له هغه به هم غوره څه درکړي چې هغوی درته وړانديز کړي دي، دا چې په دنيا کې به داسې باغونه درته پيداکړي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ویالې بهيږي او د ونو له مېوو به يې خوراک کوې، او داسې ماڼۍ به درته پيداکړي چې په خوند به پکې اوسېږې.
Arabische uitleg van de Qur'an:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالسَّاعَةِ وَاَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِیْرًا ۟ۚ
له هغوی د حق غوښتلو او دليل لټولو ويناوې صادرې نه شوې، بلکې لنډه دا چې هغوی د قيامت ورځ درواغ وګڼله او چا چې د قيامت ورځ درواغ ګڼلې د هغوی لپاره مو لوی سخت لمبه وهونکی اور چمتو کړی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• اتصاف الإله الحق بالخلق والنفع والإماتة والإحياء، وعجز الأصنام عن كل ذلك.
د حقيقي الله لپاره د پيداکولو، ګټې رسولو، مرګ ورکولو او را ژوندي کولو صفات بيانول او د بوتانو له دغه څه څخه بې وسه کېدل.

• إثبات صفتي المغفرة والرحمة لله.
د بښنې او رحمت صفتونه الله لره ثابتول.

• الرسالة لا تستلزم انتفاء البشرية عن الرسول.
د رسالت لپاره اړينه نه ده چې له رسول څخه بشريت نفي کړل شي.

• تواضع النبي صلى الله عليه وسلم حيث يعيش كما يعيش الناس.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تواضع چې د خلکو غوندې ژوند کوي.

 
Vertaling van de betekenissen Surah: Al-Forqaan
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran - Index van vertaling

Uitgegeven door het Tafsier Centrum voor Koranstudies.

Sluit