Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: अनअाम   श्लोक:
فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ؕ— وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
د تیري کوونکي قوم بنسټ ووت. او ثنا او صفت یوازې هغه الله ته دی چې د ټول عالم رب دی.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَخَذَ اللّٰهُ سَمْعَكُمْ وَاَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ مَّنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِهٖ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ هُمْ یَصْدِفُوْنَ ۟
ای محمده! هغوی ته ووایه چې په دې مې وه کړئ که الله پاک ستاسې اوریدنه او لیدنه واخلي او په زړونو مو مهر ولګوي له الله پرته بل خدای شته چې دا څیزونه بیرته درکړي؟ وګوره چې مونږ څرنګه سپینه خبره کوو، بیا هم هغوی له حق نه څنګ کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ بَغْتَةً اَوْ جَهْرَةً هَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای محمده! هغوی ته ووایه پدې مې پوه کړئ که د الله پاک عذاب ناببره یا په څرګند ډول راشي، ایا پرته له تیري کوونکي قوم څخه به بل څوک هلاکولای شي؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— فَمَنْ اٰمَنَ وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
مونږ رسولان یوازې د زیری او ډار ورکولو لپاره لیږلې دي. چا چې ایمان راوړ او خپلې کړنې یې روغې کړې. هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به له کوم غم سره مخ شي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا یَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
او کومو کسانو چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي دي نو د ورانګارۍ په بدل کې به عذاب ورورسیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ لَّاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ اِنِّیْ مَلَكٌ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ؕ— اَفَلَا تَتَفَكَّرُوْنَ ۟۠
ای محمده! ووایه چې زه دا نه وایم چې له ماسره د الله ټولې خزانې دي او دا هم نه وایم چې زه په پټو پوهیږم. او دا هم نه وایم چې زه ملایکه یم. زه پرته له هغه څه چې ما ته وحې کیږي د بل څه مننه نه کوم ووایه : ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ ایا تاسې فکر نه کوئ؟.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْ یُّحْشَرُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ لَیْسَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ وَلِیٌّ وَّلَا شَفِیْعٌ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
او ای محمده! په دې وحې سره هغه کسان وډاره وه چې ډار ورسره وي چې د رب په وړاندې به راټول، او پرته له یو الله نه به یې بل هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه وي. تر څو هغوی خپل ځانونه وژغوري.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ ؕ— مَا عَلَیْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَیْهِمْ مِّنْ شَیْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او هغه کسان مه شړه چې سهار او ماښام خپل رب بلی او یوازې د هغه خوښي يې هیله وي. د هغوی د کړنو بار پر تا نشته او نه ستا د کړنو بار پر هغوی. که ته هغوی وشړې نو ته به له تیري کوونکو نه یې.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: अनअाम
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्