Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: अनअाम   श्लोक:
قُلْ اَیُّ شَیْءٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۫— شَهِیْدٌۢ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ۫— وَاُوْحِیَ اِلَیَّ هٰذَا الْقُرْاٰنُ لِاُنْذِرَكُمْ بِهٖ وَمَنْ بَلَغَ ؕ— اَىِٕنَّكُمْ لَتَشْهَدُوْنَ اَنَّ مَعَ اللّٰهِ اٰلِهَةً اُخْرٰی ؕ— قُلْ لَّاۤ اَشْهَدُ ۚ— قُلْ اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّاِنَّنِیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟ۘ
ای محمده ووایه چې لوی شاهد څوک دی؟ورته ووایه چې: زما او ستاسې ترمینځ الله پاک شاهد دی. چې ماته دا قران وحې شوی دی چې تاسې او هغه نور خلک پرې وډاروم چې قرآن ور رسیږي. ایا تاسې دا خبره کوئ چې له الله سره نور خدایان شته؟ ووایه زه دا خبره نه کوم. ووایه چې : الله یو دی او زه له هغه څه بې زاره یم چې تاسې یې له الله سره شریکوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ ۘ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
کومو خلکو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی د الله پاک یووالی[۶] داس پيژني لکه څرنګه چې خپل ځامن پيژني چا چې ځانونه په تاوان کې اچولي دي نو هغوی ایمان نه راوړي.
[۶] یا محمد صلی الله علیه وسلم( فتح القدیر)
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
له هغه چا نه به بل څوک لوی ظالم وي چې پر الله درواغ تړي او یا د هغه ایتونه درواغ ګڼي؟ دا پخه خبره ده چې ظالمان خلاصون نشي میندی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَیْنَ شُرَكَآؤُكُمُ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او هغه ورځ چې مونږ دوی ټول را پاڅوو او بیا شرک کوونکو ته ووایو چې اوس چیرې دي هغه چې تاسې به پءې د الله د شریکانو ګمان کاوه؟
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ لَمْ تَكُنْ فِتْنَتُهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا وَاللّٰهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِیْنَ ۟
بیا به د هغوی درواغجن عذر پرته له دې بل نه وي چې ووایې قسم په الله چې زمونږ رب دی مونږ شرک نه دی کړی.
अरबी व्याख्याहरू:
اُنْظُرْ كَیْفَ كَذَبُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
وګوره څرنګه یې په ځان درواغ وویل؟ او هغه څه ترې ورک شول چې له ځانه به ی دوراغ جوړول.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— وَجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْكَ یُجَادِلُوْنَكَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
ځینې خلک یې تا ته غوږ نیسي خو مونږ د هغوی زړونه په پردو کې نغښتي چې په هیڅ نه پوهیږي او په غوږونو کې يې دروندوالی دی نو که هره نښه وویني ایمان پرې نه راوړي. ان تر دې چې کله تا ته راځي نو جګړه در سره کوي او دا کافران وایې چې ستا راوړی پیغام پرته له زړو کیسو بل څه نه دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَهُمْ یَنْهَوْنَ عَنْهُ وَیَنْـَٔوْنَ عَنْهُ ۚ— وَاِنْ یُّهْلِكُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟
هغوی د رسول د منلو نه نور منع کوی او په خپله هم ترې څنډه کوي. او په دی توګه پرته له دی چې ځانونه هلاک کړي بل چا ته تاوان نشي رسولای خو هغوی نه پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلَی النَّارِ فَقَالُوْا یٰلَیْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِاٰیٰتِ رَبِّنَا وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او که ته هغه صحنه وویني چې کله هغوی پر اور ودرولی شي نو وايي به چې کاشکې مونږ بیرته بوتلی شو نو مونږ به د خپل رب ایتونه درواغ ونه ګڼو او مونږ به مؤمنا وو.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: अनअाम
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्