Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: സ്സ്വഫ്ഫ്   ആയത്ത്:
وَاِذْ قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ مُّصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُوْلٍ یَّاْتِیْ مِنْ بَعْدِی اسْمُهٗۤ اَحْمَدُ ؕ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او هغه وخت هم را په یاد کړه چې:د مریمې ځوی عیسی وویل:ای بني اسرائیلو!زه د الله له لورې تاسې ته رالیږلی شوی یم هغه تورات رښتیني ګڼم چې له مانه وړاندې راغلی او د احمد نومي پیغمبر زیری درکوم چې له مانه وروسته راځي.خو کله چې احمد له ټولو معجزو سره ورته راغی نو ويي ویل چې:دا یو ښکاره سحر دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُوَ یُدْعٰۤی اِلَی الْاِسْلَامِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ
او له هغه چا څخه به بل لوی ظالم څوک وي چې پر الله درواغ تړي؟سره لدې چې د اسلام په لور به بلنه هم ورکول کیږي.او الله ظالمانو ته روغه لار نه ښايې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یُرِیْدُوْنَ لِیُطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ مُتِمُّ نُوْرِهٖ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
هغوی غواړي چې د خولو په پوکیو سره د الله رڼا مړه کړي.خو الله پاک خپله رڼا په بشپړ ډول پوره کوي که څه هم کافران پرې ناخوښه وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ۙ— وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ ۟۠
الله هغه ذات دی چې استازی یي له هدایت او حق دین سره رالیږلی دی.تر څو یې په ټولو دینونو برلاسی کړي که څه هم مشرکان پرې ناخوښه وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی تِجَارَةٍ تُنْجِیْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
ای مؤمنانو!ایا یو داسې تجارت دروښایم چې تاسې له دردناک عذاب څخه وژغوري؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُجَاهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِكُمْ وَاَنْفُسِكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
په الله او رسول یې پوخ ایمان راوړئ،په مال او سر د الله په لار کې جهاد وکړئ.که پوهیږئ نو دا درته خورا غوره ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ وَیُدْخِلْكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ۙ
الله به ستاسې ګناهونه وبښي.او هغو باغونو ته به مو داخل کړي چې لاندې له ونو او ماڼیو به یې ویالې بهیږي.او په تل پاتې باغونو کې به ډیر غوره او ښه کورونه در کړي.همدغه ډیر لوی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاُخْرٰی تُحِبُّوْنَهَا ؕ— نَصْرٌ مِّنَ اللّٰهِ وَفَتْحٌ قَرِیْبٌ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او هغه بل څیز چې تاسي یي ډیر خوښوئ.د الله کومک او نژدې بری دی.ای پیغمبره!په دې مؤمنانو ته زیری ورکړه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْۤا اَنْصَارَ اللّٰهِ كَمَا قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ لِلْحَوَارِیّٖنَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ فَاٰمَنَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَكَفَرَتْ طَّآىِٕفَةٌ ۚ— فَاَیَّدْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا عَلٰی عَدُوِّهِمْ فَاَصْبَحُوْا ظٰهِرِیْنَ ۟۠
ای مؤمنانو!د الله لښکر شئ لکه چې عیسی بن مریم خپلو ملګرو ته وویل:د الله په لور بلنه کې به زما لښکر څوک وي؟نژدې ملګرو یې وویل:مونږ د الله لښکر یو.بیا د بني اسرائیلو یوې دلې ایمان راوړ او بله یې کافره شوه.مونږ له مؤمنانو سره د هغوی د دښمن په خلاف لاس وکړ. نو پرې برلاسي شول.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: സ്സ്വഫ്ഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക