Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ജാഥിയഃ   ആയത്ത്:
اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَاَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّخَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَقَلْبِهٖ وَجَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً ؕ— فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْ بَعْدِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ایا تا د هغه چا په هکله غور کړی دی چې خپل خواهشات يې خپل معبود ګرځول الله سره له پوهې لار ورکی کړی د هغه په غوږونو او زړه يې ټاپه وهلې او په سترګو يې ورته پرده غوړولي. نو له الله وروسته څوک شته چې لار ور وښايي؟ ایا تاسې پند نه اخلئ؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَالُوْا مَا هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا یُهْلِكُنَاۤ اِلَّا الدَّهْرُ ۚ— وَمَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۚ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟
او هغوی وايې چې ژوند همدغه د دنیا ژوند دی چې همدلته مړه کیږو او پیدا کیږو او دا زمانه ده چې مونږ هلاکوي. په دې برخه کې هیڅ پوهه او علم ورسره نشته. بس د اټکل له مخې هر څه وايي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او کله چې زمونږ ښکاره او څرګند ایتونه پر هغوی ولوستل شي نو پرته له دې ورسره بل هیڅ دلیل نه وي چې وايي: که تاسې رښتیني یاست نو زمونږ پلرونه همدلته او همدا اوس ژوندي راولئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قُلِ اللّٰهُ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یَجْمَعُكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
ای پیغمبره! ورته ووایه چې الله تاسې ژوندي کوي او بیا مو مړه کوي. او بیا مو د قیامت په ورځ چې هیڅ شک پکې نشته ټول یو ځای ته راټولوي. خو ډیر خلک پدې خبره نه پوهیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّخْسَرُ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده. او هغه ورځ چې قیامت مینځ ته راځي باطل منونکي به له لوی زیان سره مخ شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَتَرٰی كُلَّ اُمَّةٍ جَاثِیَةً ۫ؕ— كُلُّ اُمَّةٍ تُدْعٰۤی اِلٰی كِتٰبِهَا ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
په هغه ورځ به ګورې چې هر امت به په ګونډو وی او هر امت به خپلو لیکنو ته وبلل شي. او وبه ویل شي چې نن به تاسې ته د هغو کړنو بدل درکړای شي چې تاسې به کولې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هٰذَا كِتٰبُنَا یَنْطِقُ عَلَیْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
زمونږ لیکنه نن پر تاسې په حقه شاهدي وايي. ځکه چې مونږ په ملایکو ستاسې ټولې کړنې لیکلې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟
نو چا چې ایمان راوړی او نیکي کړنې يي خپلې کړي، نو رب به يي په خپل رحمت کې شامل کړي. او همدا ښکاره او ډاګیز بری دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۫— اَفَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنْتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟
او څوک چې کافران شوي دي نو ورته به وویل شي ایا تاسې نه واست چې زمونږ ایتونه به درباندې لوستل کیده نو تاسې به تکبر کولو؟ او تاسې مجرم قوم واست؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاِذَا قِیْلَ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّالسَّاعَةُ لَا رَیْبَ فِیْهَا قُلْتُمْ مَّا نَدْرِیْ مَا السَّاعَةُ ۙ— اِنْ نَّظُنُّ اِلَّا ظَنًّا وَّمَا نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِیْنَ ۟
او کله به چې وویل شو چې د الله وعده حقه ده او قیامت په راتګ کې هیڅ شک نشته تاسو به ویل مونږ نه پوهیږو قیامت څه وي؟ مونږ هسې یو ګمان غوندې کوو هیڅ باور مو نه راځي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ജാഥിയഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക