Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ശ്ശൂറാ   ആയത്ത്:
ذٰلِكَ الَّذِیْ یُبَشِّرُ اللّٰهُ عِبَادَهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰی ؕ— وَمَنْ یَّقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهٗ فِیْهَا حُسْنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟
او دا هغه زیری دی چې الله يي خپلو هغو بنده ګانو ته ورکوي چې ایمان يي راوړی او نیک عملونه يې کړي وي. او ای محمده! ووایه چې زه په دغه کار له تاسې کوم بدل نه غواړم مګر یوازې د خپلوۍ پالنه در څخه غواړم او هر څوک چې نیکي وکړي نو مونږ به يي ښیګڼه ور زیاته کړو بې شکه چې الله ښه بښونکی او شکر منوونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۚ— فَاِنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یَخْتِمْ عَلٰی قَلْبِكَ ؕ— وَیَمْحُ اللّٰهُ الْبَاطِلَ وَیُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
ای کافران وايې چې :محمد پر الله درواغ تړلي دي؟ نو که الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي. الله باطل له مینځه وړي او په خپلو خبرو سره حق د حق په توګه څرګندوي، بې شکه چې هغه دسینو په پټو رازونو ښه پوه دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَهُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَعْفُوْا عَنِ السَّیِّاٰتِ وَیَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟ۙ
او الله هغه ذات دی چې د خپلو بنده ګانو توبه مني او له بدیو نه يي تیریږي او ستاسې ټولې کړنې هغه ته ښې څرګندي دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَیَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
او د هغو کسانو بلنه مني او خپله لورینه لا پرې ډیروي چې ایمان يي راوړی او نیکي کړني يي خپلې کړي وي او د کافرانو لپاره ډیر سخت عذاب دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَوْ بَسَطَ اللّٰهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهٖ لَبَغَوْا فِی الْاَرْضِ وَلٰكِنْ یُّنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟
که الله خپلو بنده ګانو ته روزي پراخه کړې وای نو په ځمکه کې به يي سرغړونه کړې وای خو هغه يي د خپلې خوښې په رڼا کې په ټاکلې اندازه نازل وي بې شکه چې هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او د هغوی هر څه ویني.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَهُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوْا وَیَنْشُرُ رَحْمَتَهٗ ؕ— وَهُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
او الله هغه ذات دی چې د خلکو له مایوسۍ وروسته باران راښکته او خپل رحمت خوروي او کار جوړوونکی ستایلی شوی ذات دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَثَّ فِیْهِمَا مِنْ دَآبَّةٍ ؕ— وَهُوَ عَلٰی جَمْعِهِمْ اِذَا یَشَآءُ قَدِیْرٌ ۟۠
او هغه له نښانو څخه د اسمانو او ځمکي پیدایښت او هغه خوځیدونکي څیزونه دي چې په دې دواړو کې يي خپاره کړي. او چې کله وغواړي نو په راټولولو او یو ځای کولو يي وسمن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَاۤ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِیْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَیْدِیْكُمْ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ۟ؕ
او کوم مصیبت چې تاسې ته رسیدلی دی ستاسې د خپلو لاسونو کړنه ده او الله له ډیرو ګناهونو تیریږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۖۚ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او تاسې په ځمکه کې الله نشئ بې وسې کولی او نه پرته له الله نه کوم کار جوړوونکی او ملاتړ لرئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ശ്ശൂറാ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക