Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ശ്ശൂറാ   ആയത്ത്:
وَالَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّلَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
او کوم کسان چې وروسته له دې چې د الله منل شوي وي د الله په هکله جګړې کوي، د الله په وړاندې د هغوی جګړې او دلیل بازي باطلي دي او[۳] د الله قهر پر هغوی او سخت عذاب يي په برخه دی.
[۳] دا هغه چا په هکله دی چې د یو مسلمان د بې لارې کولو او بیرته يې له دین نه د ګرځولو لپاره هلې ځلې کړي( تفسییر ابن کثیر).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَالْمِیْزَانَ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ ۟
الله هغه ذات دی چې کتاب يي په حقه نازل کړی او د انصاف تله هم. او ته څه خبر يې ښايې د پریکړې وخت ډیر نژدې وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا ۚ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا ۙ— وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
په بیړه يې هغه کسان غواړي چې باور پرې نه لري، او مؤمنان له هغې ورځې نه خورا په ډار کې دي او ښه پوهیږي چې هرو، مرو راتلونکې ده خبردار! کوم کسان چې د قیامت په هکله جګړې کوي له خورا لرې بې لارۍ سره مخ دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠
الله پر خپلو بنده ګان ډیر زیات مهربان دی، چاته يي چې خوښه شي ښه روزي ورکوي. هغه ډیر پیاوړی او په هر څه برلاسی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ ۚ— وَمَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۙ— وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ ۟
هغه څوک چې د اخرت کښت غواړي مونږ يي کښت ور ډیروو. او هر څوک چې یوازې د دنیا کښت غواړي نو مونږ به ترې څه ورکړو. خو په اخرت کې يي هیڅ برخه نشته.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ایا داسې شریکان لري چې هغه دین يي ورته وړاندې کړي چې الله يې اجازه نه ده کړې؟ که خبره له پخوا څخه نه وای فیصله شوې نو هرو، مرو به د هغوی په مینځ کې پریکړه شوې وای. او دا خبره پخه ده چې د ظالمانو په برخه دردناک عذاب دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ ۚ— لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟
ته به وګوري چې ظالمان به له خپلو هغو کړنو څخه چې په دنیا کې يي کړي ډاریدونکي وي. خو هغه به پرې راپریووځي. او ته به ګوري چې چا ایمان راوړی او نیکې کړني يي خپلي کړي دي د جنت په باغیچو کې دي. هغوی ته به د خپل رب په وړاندې ټول هغه څیزونه چې دوی يي وغواړي تیار او برابر وي او همدغه ډیره لویه مهرباني ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ശ്ശൂറാ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക