Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ലുഖ്മാൻ   ആയത്ത്:
اَلَمْ تَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَسْبَغَ عَلَیْكُمْ نِعَمَهٗ ظَاهِرَةً وَّبَاطِنَةً ؕ— وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟
ایا نه وینی چې الله د اسمانونو او ځمکې ټول شیان تاسې ته تابع کړي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې ټول پر تاسې تمام کړي دي؟ خو بیا هم ځیني خلک شته چې پرته له کومې پوهي،هدایت او روښنايې ښوونکي کتاب څخه د الله په هکله شخړې کوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ الشَّیْطٰنُ یَدْعُوْهُمْ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟
کله چې ورته ویل شوي:د الله د نازل شوي دین مننه وکړئ.وايي چې:مونږ یوازی هغه څه منو چې خپل پلرونه مو پرې لیدلي دي.ایا دوی یوازی همغو مني که څه هم شیطان یي د لمبه وهونکي اور په لور بلي؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ یُّسْلِمْ وَجْهَهٗۤ اِلَی اللّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟
هر څوک چې خپل خان الله ته وسپاري او په نیکیو ښکلې وي نو په رښتیا چې ښه کلکه کړی یي نیولي ده او د ټولو کارونو پای یوازی یو الله ته دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ كَفَرَ فَلَا یَحْزُنْكَ كُفْرُهٗ ؕ— اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
او څوک چې کافر شو،باید چې کفر منل یې تا غمجن نه کړي.راتګ یې ماته دی زه به یې کړني ورته په مخ کې کیږدم.په باوري ډول الله پاک ان د سینو د پټو رازونو څخه هم خبردی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
نُمَتِّعُهُمْ قَلِیْلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ اِلٰی عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟
دلته به څه ګټه ورکړو، خو بالاخره به يې د هغوی د ناخوښۍ سره سره د سخت عذاب په لور راکاږو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او قسم دی که ته له هغوی نه پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟خامخا به ووایې چې:الله.ای محمده!ووایه ټولې ستاینې یوازې یو الله ته دي.خو د هغوی ډیر نه پوهیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه یوازې دیو الله دي.او بې پروا او هراړخیز ستایلی شوی هم یوازې یو الله دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَوْ اَنَّمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ اَقْلَامٌ وَّالْبَحْرُ یَمُدُّهٗ مِنْ بَعْدِهٖ سَبْعَةُ اَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمٰتُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او که د ځمکې ټولې ونې قلمونه او بحريې رنګ شي.او ددې بحر له پاسه اوه[۷]نور بحرونه هم ورسره یو ځای شي بیا به هم د الله خبرې په لیک پای ته ونه رسیږي.بې له شکه چې الله په هر څه برلاسۍ او د حکمت څښتن دی.
[۷] ـ له اوه څخه مطلب ډیروالی دی نه ټاکلی شمیر.(تفسیر ابن کثیر)
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مَا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ اِلَّا كَنَفْسٍ وَّاحِدَةٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
ستاسې ټولو پيدایښت او بیا ژوندي را پورته کول همداسې دي لکه یوازې د یوه تن.په رښتیا چې الله د هر څه اوریدونکی او د هر څه لیدونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ലുഖ്മാൻ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക