Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: റൂം   ആയത്ത്:
وَاِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او کله چې خلکو ته کومه ستونزه ورسیږي.نو په خورا ماته خوله خپل رب رابلي.خو که الله د خپلې لوري مهرباني وروڅکي نو ناببره ځینې خلک له خپل رب سره شریکان ونیسي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
تر څو زمونږ د کړې ښیګڼې ناشکري وکړي.ښه نو مزې چړچې وکړئ.ډیر ژر به معلومه شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ ۟
ایا مونږ کوم داسې دلیل او سند پر هغوی نازل کړی چې د هغه شرک په سموالي شاهدي ووايي چې دوی یې کوي؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ ۟
او کله چې مونږ په خلکو د مهربانۍ لورینه کوونو خوښي پرې ښکاره کوي.او که د خپلو کړو له مخې له بدې ورځې سره مخ کیږي نو بیا له هر څه نه مایوسه کیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
ایا نه یي دي لیدلي چې الله پاک هغه چاته روزي پراخوي چې خوښه یې ورته وشي او په همدې توګه یې تنګوي هم.په رښتیا چې په دې کې د هغو خلکو لپاره لوی نښې دي چې ایمان راوړي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
نو خپلوانو،مسکینانو او مسافرو ته خپل حق ورکړه.دا کړنلاره د هغو خلکو لپاره ډیره غوره ده چې د الله خوښي غواړي.او همدوی خلاصیدونکي دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ۟
او کوم سود چې تاسې ورکوئ چې د خلکو له مالونوسره د یو ځای کیدلو له کبله نور هم زیات شي له الله سره نه زیاتیږي.او چې د الله د خوښې لپاره زکات ورکوئ نو همدغه کسان په حقیقت کې خپل مالونه څو برابره کوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠
الله هغه ذات دی چې تاسې یې پيدا کړي یې بیا یې روزي در کړی.بیا مو مړه کوي.او بیا به مو ژوندي کوي. ایا ستاسې په شریکانو کې کوم یو داسې شته چې:له دغو کارونو نه یو هم وکړای شي؟ پاکي یوازی دهغه او له هغه څه ته پورته دی چې دوی یي ورسره شریکوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
د هغو بدیو له کبله چې خلکو په خپلو لاسونو کړي دي په وچه او لمده کې فساد ښکاره شوی دی.تر څو الله پاک د هغوی دځینو کړنو خوندوروڅکي کیدای شي چې هغوی حق ته راوګرځي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: റൂം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക