Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: റൂം   ആയത്ത്:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ تَقُوْمَ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ بِاَمْرِهٖ ؕ— ثُمَّ اِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً ۖۗ— مِّنَ الْاَرْضِ اِذَاۤ اَنْتُمْ تَخْرُجُوْنَ ۟
او له نښو نه یې یوه دا هم ده چې:اسمان او ځمکه د هغه په امر ټینګ دي.او بیا چې کله هم تاسې له ځمکې نه راوبلي نو ناببره به راووځئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟
د اسمانونو او ځمکې هر څه د هغه په واک،او ټول د هغه منوونکي دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَهُوَ الَّذِیْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَهُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ ؕ— وَلَهُ الْمَثَلُ الْاَعْلٰى فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
او الله هغه ذات دی چې لومړی ځل د هستونې پیل او بیا یې بیرته راګرځوي او دا ورته لا اسانه ده. په اسمانونو او ځمکه کې د هغه صفت تر ټولو لوړ دی.او هغه پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ضَرَبَ لَكُمْ مَّثَلًا مِّنْ اَنْفُسِكُمْ ؕ— هَلْ لَّكُمْ مِّنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ شُرَكَآءَ فِیْ مَا رَزَقْنٰكُمْ فَاَنْتُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ تَخَافُوْنَهُمْ كَخِیْفَتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
الله پاک ستاسې له ذات نه تاسې ته یو مثال بیانوي.ایا ستاسې له غلامانو څخه چې ستاسې په واک کې دي کوم یو داسې شته چې زمونږ په در کړای شوي مال کې له تاسې سره مساوي او برابر برخه وال وي؟ او تاسې له هغوی نه هماغسې ویریږئ،لکه څنګه چې له خپلو سیالانو څخه ویریږئ؟هو!مونږ په همدې توګه د هغو خلکو لپاره چې له عقل نه کار اخلي ایاتونه ښه څرګند وړاندې کوو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— فَمَنْ یَّهْدِیْ مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
ظالمان په ناپوهۍ سره د خپلو هیلو او تلوسو پسې ځغلي.نو څوک هغه چاته لار ښوولای شي چې الله پاک بې لارې کړی وي؟او د داسې خلکو به هیڅ ملاتړي نه وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ؕ— فِطْرَتَ اللّٰهِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙۗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۗۙ
نو ای محمده!په دانګ پيلي توګه خپل مخ ددغه دین په لور برقرار وساته.اود الله په هغه فطرت کلک شه چې ټول خلک یې پرې پيدا کړي دي.د الله پيدایښت بدلون نه مومي. همدا سم دین دی خو ډير خلک نه پوهیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مُنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ وَاتَّقُوْهُ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
په ځانګړې توګه الله ته ورمات او له هغه نه وډارشئ .لمونځ ودروئ.او له مشرکانو څخه مه کیږئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مِنَ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
له هغو کسانو څخه مه کیږئ چې خپل دین یې ټوټه،ټوټه کړی دی،په ډلو ویشل شوي او هره ډله چې څه ورسره دي،په همغه خوشحاله ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: റൂം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക