Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
وَلَمَّا رَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۙ— قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُوْنِیْ مِنْ بَعْدِیْ ۚ— اَعَجِلْتُمْ اَمْرَ رَبِّكُمْ ۚ— وَاَلْقَی الْاَلْوَاحَ وَاَخَذَ بِرَاْسِ اَخِیْهِ یَجُرُّهٗۤ اِلَیْهِ ؕ— قَالَ ابْنَ اُمَّ اِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُوْنِیْ وَكَادُوْا یَقْتُلُوْنَنِیْ ۖؗ— فَلَا تُشْمِتْ بِیَ الْاَعْدَآءَ وَلَا تَجْعَلْنِیْ مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او كله چې موسى -علیه السلام- خپل قوم ته په غوسه او خپه بېرته راستون شو، ويلې: له ما وروسته خو تاسو زما ډېره ناوړه ځاى ناستي كړې ده، آيا د خپل رب له امره مو بيړه وكړه، او تختې يې وغورځولې او د خپل ورور د سر وېښتان يې ونيول، ځانته یې را ښكوده. (ورور یې) وویل: زما د مور زويه! دې خلكو زه كمزورى كړم او نږدې يې وژلى وم نو غليمان مه را باندې خوشالوه او له دې ظالمانو خلكو سره مې مه يوځاى كوه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِاَخِیْ وَاَدْخِلْنَا فِیْ رَحْمَتِكَ ۖؗ— وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠
موسى -علیه السلام- وويل: زما ربه! ما او ورور مې وبخښې او په خپل رحمت كې مو داخل كړې او ته له ټولو زيات رحم كوونكى يې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَیَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُفْتَرِیْنَ ۟
بې شكه چا چې خوسى په خدايۍ نيولى زر به د خپل رب له خوا په غضب اخته او په دنيايي ژوند كې له سپكاوي سره مخ شي، او دروغ تړونكو ته همدغسې سزا وركوو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ ثُمَّ تَابُوْا مِنْ بَعْدِهَا وَاٰمَنُوْۤا ؗ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او هغو كسانو چې ناوړه كارونه یې وكړل او بيا يې وروسته توبه وكړه او ايمان يې راوړ نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُّوْسَی الْغَضَبُ اَخَذَ الْاَلْوَاحَ ۖۚ— وَفِیْ نُسْخَتِهَا هُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ هُمْ لِرَبِّهِمْ یَرْهَبُوْنَ ۟
او كله چې د موسى -علیه السلام- غوسه سړه شوه، تختې يې را واخيستې، چې په ليكنه كې يې هغو كسانو ته لارښوونه او رحمت و چې هغوى له خپل رب څخه ويريږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاخْتَارَ مُوْسٰی قَوْمَهٗ سَبْعِیْنَ رَجُلًا لِّمِیْقَاتِنَا ۚ— فَلَمَّاۤ اَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ اَهْلَكْتَهُمْ مِّنْ قَبْلُ وَاِیَّایَ ؕ— اَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَآءُ مِنَّا ۚ— اِنْ هِیَ اِلَّا فِتْنَتُكَ ؕ— تُضِلُّ بِهَا مَنْ تَشَآءُ وَتَهْدِیْ مَنْ تَشَآءُ ؕ— اَنْتَ وَلِیُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الْغٰفِرِیْنَ ۟
او موسى -علیه السلام له خپل قوم نه زموږ ټاكلي وخت لپاره اويا كسان خوښ كړي وو، بيا چې يوې سختې زلزلې راګير كړل ويلې زما ربه! كه تا غوښتي وى لا ړومبى دې دوى او زه هلاكولاى شولو، آيا په هغه كار چې له موږ نه څو ناپوهانو وكړ (اوس) موږ ټول هلاكوې، دا دې له يوه ازميښته پرته بل څه نه و چې په هغه سره چاته چې وغواړې بې لارې كوې يې او چاته چې وغواړې سمه لار ښايې، ته زموږ واكمن يې نو بخښنه راته وكړه او رحم را باندې وكړه او همدا ته له ټولو غوره بخښونكى يې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക