Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَنُخْرِجَنَّكَ یٰشُعَیْبُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَكَ مِنْ قَرْیَتِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— قَالَ اَوَلَوْ كُنَّا كٰرِهِیْنَ ۟ۚ
د ده د قوم هغو مشرانو چې لويي كړې وه، وويل اې شعيبه! يا به تا او تا سره چې هر چا ايمان راوړى، له خپل كلي باسو، يا به حتماً زموږ دين ته را اوړئ. ده ويل: آيا كه څه هم موږ نا خوښه اوسو؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَدِ افْتَرَیْنَا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اِنْ عُدْنَا فِیْ مِلَّتِكُمْ بَعْدَ اِذْ نَجّٰىنَا اللّٰهُ مِنْهَا ؕ— وَمَا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّعُوْدَ فِیْهَاۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّنَا ؕ— وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ؕ— رَبَّنَا افْتَحْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَاَنْتَ خَیْرُ الْفٰتِحِیْنَ ۟
بيا خو به مو په الله پورې (لوى) دروغ تړلي وي كه ستاسو دين ته ورستانه شو، له هغه وروسته چې الله ترې وژغورلو، او موږ ته خو دا (هيڅكله) نه ښايي چې هغه (دين) ته ورستانه شو مګر دا چې زموږ رب الله اراده وكړي. زموږ د رب علم په هر شي پراخ چاپېر دى، په الله مو بروسه كړې ده. زموږ ربه! زموږ او زموږ د قوم ترمنځ په حقه فيصله وكړې او همدا ته غوره فيصله كوونكى يې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَىِٕنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَیْبًا اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟
او د ده د قوم هغو مشرانو چې كافران شوي وو، وويل: كه د شعيب تابعداري مو وكړه بيا به خامخا تاسو زيانمن ياست.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟
نو بيا هغوى زلزلې راونيول او چې سبا كېدلو نو خپلو كورو كې پړمخې (مړه) پراته وو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ۛۚ— اَلَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَانُوْا هُمُ الْخٰسِرِیْنَ ۟
چا چې شعيب دروغجن ګڼلى و (داسې تباه شول) لكه چې بيخي پكې اوسېدلي نه وي، چا چې شعيب دروغجن بللى و همدوى تاوانيان شول.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۚ— فَكَیْفَ اٰسٰی عَلٰی قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟۠
نو هغه (شعيب) ترې (واپس) وګرځېد او ويى ويل: زما قومه! تاسو ته مې د خپل رب پيغامونه ورسول او نصيحت مې درته وكړ، نو اوس په يو داسې كافر قوم څنګه افسوس وكړم؟!
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّاۤ اَخَذْنَاۤ اَهْلَهَا بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَضَّرَّعُوْنَ ۟
او هيڅ كلي ته به مو يو نبي نه وي لېږلى چې بيا مو هغه خلك په تنګلاسيو او كړاوونو كې نه وي راګير كړي ترڅو هغوى په زاريو شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّیِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتّٰی عَفَوْا وَّقَالُوْا قَدْ مَسَّ اٰبَآءَنَا الضَّرَّآءُ وَالسَّرَّآءُ فَاَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
بيا مو د تنګسې په ځاى سوكالي راوسته تر هغه چې ښه ډېر شول (په مال او ځان كې) او دا وينا يې پيل كړه چې (داسې) تنګسې او سوكالۍ خو زموږ په پلرونو هم راغلي وې، نو بيا مو ناڅاپه راګير كړل او دوى خبر هم نه وو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക