Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ وَاَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ حَیْثُ اَخْرَجُوْكُمْ وَالْفِتْنَةُ اَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ— وَلَا تُقٰتِلُوْهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتّٰی یُقٰتِلُوْكُمْ فِیْهِ ۚ— فَاِنْ قٰتَلُوْكُمْ فَاقْتُلُوْهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او هغوی ووژنئ! په هر ځائ کې مو چې وموندل او هغوى وباسئ له هغه ځايه چې تاسې یې ترې ايستلي ياست، او فتنه (شرک او له دین څخه اړول) له وژلو څخه ډېر سخت دي او له هغوی سره د مسجد حرام په خوا کې جګړه مه کوئ، تر هغو چې دوی له تاسي سره په دې (حرم) کې و نه جنګېږي، نو که دوی تاسي سره جګړه وکړه، نو تاسي هم دوی ووژنئ، د کافرانو همداسې سزا ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
پس که دوی منعه شول، نو بېشکه چې الله بخښوونكى او رحم كوونكى دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقٰتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّیَكُوْنَ الدِّیْنُ لِلّٰهِ ؕ— فَاِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ اِلَّا عَلَی الظّٰلِمِیْنَ ۟
او تاسي له هغوی سره تر هغې پورې وجنګېږئ چې فتنه (شرک او فساد) پاتې نشي او دين (حکم یوازې) د الله لپاره شي، نو که هغوی لاس پر سر شول (له جګړې څخه)، نو (پوهه شئ) چې بیا پرته له ظلم کوونکو څخه پر بل چا زیاتی نه شته.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَلشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمٰتُ قِصَاصٌ ؕ— فَمَنِ اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ فَاعْتَدُوْا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده او ټول حرام شیان بدل لري، نو که چا پر تاسي تېری وکړ، نو تاسي هم د هغوی د تېري په شان پر هغو تېری وکړئ او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې بېشکه الله تعالی له متقیانو سره دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاَنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْكُمْ اِلَی التَّهْلُكَةِ ۛۚ— وَاَحْسِنُوْا ۛۚ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او د الله تعالی په لار كې (خپل مالونه) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاكت كې مه غورځوئ او ښېګڼه کوئ، بېشکه چې الله ښېګڼه کوونکي خوښوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّٰهِ ؕ— فَاِنْ اُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ ۚ— وَلَا تَحْلِقُوْا رُءُوْسَكُمْ حَتّٰی یَبْلُغَ الْهَدْیُ مَحِلَّهٗ ؕ— فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ بِهٖۤ اَذًی مِّنْ رَّاْسِهٖ فَفِدْیَةٌ مِّنْ صِیَامٍ اَوْ صَدَقَةٍ اَوْ نُسُكٍ ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ ۥ— فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ اِلَی الْحَجِّ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ ثَلٰثَةِ اَیَّامٍ فِی الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ اِذَا رَجَعْتُمْ ؕ— تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ لَّمْ یَكُنْ اَهْلُهٗ حَاضِرِی الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟۠
او (یوازې) د الله لپاره حج او عمره ادا کړئ، نو که چېرې ایسار شوئ (د حج او عمرې له پوره کولو)، نو د توان په اندازه هدیه (قرباني) وکړئ او خپل سرونه (وېښتان) مه خرئی تر څو چې قرباني خپل ځای ته نه وي رسېدلي، خو كه څوك له تاسې نه ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې امله خپل سر وخريي) نو هغه دې د فديې په توګه روژې ونيسي، يا دې خيرات ورکړي، يا دې قرباني وكړي. نو کله چې په امن کې شوئ (او تاسې دحج له ورځو وړاندې مكې ته ورسېدئ) نو چا چې له تاسې څخه له حج نه وړاندې له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي، او كه (قرباني) یې ونه موندله، نو درې روژې دې په حج كې ونيسي او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ، دا لس پوره ورځې دي دا (حکم د حج تمتع) د هغه چا لپاره دی چې کورنۍ (ځای یې) په مسجد الحرام کې نه وي. او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക