Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ لَیْسَتِ النَّصٰرٰی عَلٰی شَیْءٍ ۪— وَّقَالَتِ النَّصٰرٰی لَیْسَتِ الْیَهُوْدُ عَلٰی شَیْءٍ ۙ— وَّهُمْ یَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
يهوديان وايي ، له عیسویانو سره هېڅ حق نشته او عیسویان وايي، له يهودو سره هېڅ حق نشته په داسې حال کې چې دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان هغه خلك هم وايي (دعوه كوي) چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چې دا خلك په کې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللّٰهِ اَنْ یُّذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ وَسَعٰی فِیْ خَرَابِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ مَا كَانَ لَهُمْ اَنْ یَّدْخُلُوْهَاۤ اِلَّا خَآىِٕفِیْنَ ؕ۬— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي او د هغه په ورانولو کې هڅه کوي، دغه کسان د دې وړ نه دي چې دې جوماتونو ته پرته (د مؤمنانو) له وېرې ننوځي، دوی ته په دنیا کې ذلت دی او په آخرت کې ورته لوی عذاب دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلِلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۗ— فَاَیْنَمَا تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
ختیځ او لویدیځ خاص الله لره دي، نو هر لوري ته چې مخ وګرځوئ (په لمانځه کې) نو هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ لَّهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟
او هغوى (کفار) وايي چې الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى، الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چې څه په آسمانونو او زمکې کې دي ټول د هغه (الله) دی او ټول د هغه د امر منونكي دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
هغه د آسمانونو او زمکې (نوی او پرته له نمونې) پیدا کوونکی دی او هر کله چې د یوه کار اراده وکړي نو وايي هغه کار ته چې وشه! نو هغه وشي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ لَوْلَا یُكَلِّمُنَا اللّٰهُ اَوْ تَاْتِیْنَاۤ اٰیَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ؕ— تَشَابَهَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟
او وايي هغه کسان چې نه پوهېږي: ولې الله له موږ سره خبرې نه کوي؟ یا ولې موږ ته یوه نښه (ستا په رښتینولۍ دلالت کوونکې) نه راځي؟ همدا رنګه به ویل هغو کسانو چې پخوا له دوی وو د دوی د خبرو په شان، یو رنګ شوي دي زړونه د دوی، په تحقیق بیان کړي دي موږ آیاتونه هغو خلقو ته چې یقین کوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۙ— وَّلَا تُسْـَٔلُ عَنْ اَصْحٰبِ الْجَحِیْمِ ۟
بېشکه موږ ته لیږلی يې (ای محمده!) په حقه سره زیری ورکوونکی (په جنت) او ویروونکی (له دوزخ). او تا څخه به د دوزخ د خاوندانو په اړه پوښتنه ونشي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക