Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಲುಕ್ಮಾನ್   ಶ್ಲೋಕ:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؗ— كُلٌّ یَّجْرِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّاَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
او ایا تا نه دي لیدلي چې الله شپه او ورځ کې ننه باسي او ورځ په شپه کې؟ او لمر او سپوږمۍ یې مسخر کړي دي؟ټول تر ټاکلي نیټي پورې روان دي.او الله ستاسو له کړنونه ډیر ښه خبر دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الْبَاطِلُ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟۠
هو!پخه خبره همدا ده چې حق یوازې یو الله دی.او هغه خدایان باطل دي چې هغوی یې پرته له الله نه رابلي او له شک نه وتلې ده چې پورته او لوی ذات همدا یو الله دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللّٰهِ لِیُرِیَكُمْ مِّنْ اٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
ایا تا نه دي لیدلي چې کښتۍ د الله په فضل سره په بحر کې چلیږي. تر څو تاسې ته خپلې ځینې نښې در وښايي.په رښتیا چې په دې کې د هر صبر کوونکي شکر کوونکي لپاره ډيرې نښي دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذَا غَشِیَهُمْ مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُوْرٍ ۟
او کله چې کومه څپه پرې د لویو سیورو په څير راخوره شي نو په داسې حال کې الله رابلي چې دین یي یوازې او سوچه د هغه منلی وي.خو چې کله یې مونږ دوچې په لور وژغورو نو ځینې یي د مینځ لار چې حق لار ده نیسي.او زمونږ له نښانو څخه پرته له سترو غدارانو او ناشکره خلکو بل څوک سترګې نه پټوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا یَوْمًا لَّا یَجْزِیْ وَالِدٌ عَنْ وَّلَدِهٖ ؗ— وَلَا مَوْلُوْدٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَّالِدِهٖ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۥ— وَلَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
ای خلکو!له خپل رب نه وډار شئ او له هغې ورځي نه وویریږئ چې هیڅ پلار به د خپل ځوی په بدل کې څه نشي ورکولی او نه به ځوی د خپل پلار په ځای د څه بدلې ورکوونکی وي.او پوه شئ چې د الله وعده حقه ده.نو باید چې ددنیا ژوند مو ونه غولوي. او نه مو باید هیڅ غولوونکی[۸]د الله په باره کې وغولوي.
[۸] ـ بله معني يي داسې کیداشي چې:د دنیا ژوند باید تاسې مغرور نه کړي او نه مو باید د الله په مهربانۍ هیڅ مغرورونکی مغرور کړي چې عمل پریږدئ او په ځینو څيزونو لکه ځیني ښه اعمال،د الله غفوه او یا په نورو څیزونو تکیه وکړئ.(فتح القدیر)
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَیُنَزِّلُ الْغَیْثَ ۚ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْاَرْحَامِ ؕ— وَمَا تَدْرِیْ نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ؕ— وَمَا تَدْرِیْ نَفْسٌ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ ۟۠
بې له شکه چې د قیامت علم یوازې له یو الله سره دی باران هم یوازې هغه وروي.او هغه څه هم ورته معلوم دي چې په رحمونو کې دي. او هیڅ نفس په دې نه پوهیږي چې سبا ته به څه کوي؟او هیڅ نفس په دې نه پوهیږي چې په کومه ځمکه به مړ کیږي؟ یوازې یو الله دی چې په هر څه پوه او له هر څه نه خبر دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಲುಕ್ಮಾನ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ