Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಆಲು ಇಮ್ರಾನ್   ಶ್ಲೋಕ:
یَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا ۖۚۛ— وَّمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍ ۛۚ— تَوَدُّ لَوْ اَنَّ بَیْنَهَا وَبَیْنَهٗۤ اَمَدًاۢ بَعِیْدًا ؕ— وَیُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ ۟۠
په هغه ورځ چې هر څوک خپلي نیکې او بدې کړنې، د لاسونو په وړاندې وویني نو هیله به وکړي چې کاشکې چې دده او د بدو کړنو ترمینځ یې یوه لویه فاصله وای، الله پاک تاسې له خپل ځان څخه ‌ډاره وي او الله پاک پر بنده ګانو ډیر مهربان دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قُلْ اِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّوْنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوْنِیْ یُحْبِبْكُمُ اللّٰهُ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
( ای محمده!) ووایه: که تاسې له الله جل جلاله سره رښتینې مینه لرئ نو زما مننه وکړئ الله جل جلاله به له تاسې سره مینه وکړي او ګناهونه به مو وبښي، الله پاک بښونکی او مهربان دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قُلْ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ای محمده ووایه د الله او د رسول مننه وکړئ که مخ یې واړاو نو الله پاک کافران نه خوښوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰۤی اٰدَمَ وَنُوْحًا وَّاٰلَ اِبْرٰهِیْمَ وَاٰلَ عِمْرٰنَ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
بې شکه چې الله پاک ادم، نوح، د ابراهیم کورنۍ او د عمران کورنۍ پر ټولو خلکو غوره کړي دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ذُرِّیَّةً بَعْضُهَا مِنْ بَعْضٍ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۚ
ټول پیغمبران ځینې د ځینو نورو له نسله دي، الله پاک ښه اوریدونکی او ښه عالم دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِذْ قَالَتِ امْرَاَتُ عِمْرٰنَ رَبِّ اِنِّیْ نَذَرْتُ لَكَ مَا فِیْ بَطْنِیْ مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
( هغه وخت یاد کړه چې) د عمران ښځې وویل: ای زما ربه هغه اولاد چې زما په خیټه دی ستا په نوم مې نذر کړی دی[۴] ته یې ومنه بې شکه چې ته ښه اوریدونکی او پوه یې.
[۴] د بیت المقدس د خدمت لپاره به ازدا وي( کابلی تفسیر)
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ وَضَعْتُهَاۤ اُ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ ؕ— وَلَیْسَ الذَّكَرُ كَالْاُ ۚ— وَاِنِّیْ سَمَّیْتُهَا مَرْیَمَ وَاِنِّیْۤ اُعِیْذُهَا بِكَ وَذُرِّیَّتَهَا مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ۟
کله یې چې اولاد وزیږاوه نو ویې ویل: زما ربه دا خو ما جلۍ وزیږوله او الله ته ښه معلومه وه چې هغې څه زیږولي وو، او نر د ښځې په شان نه دی( د عمران ښځې وویل) ما په مریم ونوموله[۵] زه هغې ته او اولاد ته یې ستا په نوم شیطان رټلي شوي څخه پناه غواړم.
[۵] مریم د لغت له مخې د خداي د بنده یعنې عبدالله او هم د هسکې او لوړې په معنې استعمالیږي( عزیز التفاسیر)
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُوْلٍ حَسَنٍ وَّاَنْۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا ۙ— وَّكَفَّلَهَا زَكَرِیَّا ؕ— كُلَّمَا دَخَلَ عَلَیْهَا زَكَرِیَّا الْمِحْرَابَ ۙ— وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا ۚ— قَالَ یٰمَرْیَمُ اَنّٰی لَكِ هٰذَا ؕ— قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
الله پاک هغه په غوره توګه ومنله او په ښه ډول یې راپورته کړه او زکریا یې پالنه وکړه، کله به چې زکریا د مریم خوني ته ورغی نو خوراک به یې ورسره مینده کړ، ورته یې وویل ای مریم! دا خوراک له کومه شو؟ مریم وویل: دا د الله له لورې دی، بې له شکه چې دالله پاک چاته خوښه شي نو بې حسابه روزي ورکوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಆಲು ಇಮ್ರಾನ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ