Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಆಲು ಇಮ್ರಾನ್   ಶ್ಲೋಕ:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَلْبِسُوْنَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوْنَ الْحَقَّ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟۠
ای اهل کتابو! تاسې ولې حق له باطل سره ګډوئ؟ او ولې حق پټوئ؟ او تاسې حق ښه پيژنئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اٰمِنُوْا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوْۤا اٰخِرَهٗ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟ۚۖ
د اهل کتابو یوې ډلې ویل سهار په هغه دین ایمان راوړئ چې په مؤمنانو نازل شوی او ماښام پرې کافر شئ کیدای شي چې مسلمانان بیرته له اسلام څخه وګرځیږي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَا تُؤْمِنُوْۤا اِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِیْنَكُمْ ؕ— قُلْ اِنَّ الْهُدٰی هُدَی اللّٰهِ ۙ— اَنْ یُّؤْتٰۤی اَحَدٌ مِّثْلَ مَاۤ اُوْتِیْتُمْ اَوْ یُحَآجُّوْكُمْ عِنْدَ رَبِّكُمْ ؕ— قُلْ اِنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّٰهِ ۚ— یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟ۚۙ
او خبره یوازې د هغه چا ومنئ چې ستاسې دین یې منلی دی( ای محمده!) ورته ووایه چې هدایت یوازې د الله هدایت دی چې یو چا ته به ورکړای شي لکه چې تاسو ته در کړ شوی وو، او د رب په وړاندې به په دلایلو کې پر تاسو برلاسی شي ـ ورته ووایه چې غوره والی د الله په لاس کې دی چا ته چې خوښه شي ورکوي یې ـ الله ډیر پراخ رحمت خاوند او په هر څه پوه دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَّخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
الله خپل رحمت په ځانګړي ډول هغه چا ته ورکوي چې خوښه یې شي، الله د لوې مهربانۍ څښتن دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مَنْ اِنْ تَاْمَنْهُ بِقِنْطَارٍ یُّؤَدِّهٖۤ اِلَیْكَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اِنْ تَاْمَنْهُ بِدِیْنَارٍ لَّا یُؤَدِّهٖۤ اِلَیْكَ اِلَّا مَا دُمْتَ عَلَیْهِ قَآىِٕمًا ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لَیْسَ عَلَیْنَا فِی الْاُمِّیّٖنَ سَبِیْلٌ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
په اهل کتابو کې ځیني داسې دي چې که د خزانو باور پرې وکړې نو پوره به یې درکړي او ځینې پکې هغه دي چې که د یو دینار باور پرې وکړي نو چې په سر یې ولاړ نه یې در به یې نه کړي او دا ځکه چې هغوی ویلې چې د نالوستو خلکو مالونه په خوړلو کې پر مونږ هیڅ ګناه نشته هغوی له پوهې سره پر الله درواغ تړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
بَلٰی مَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ وَاتَّقٰی فَاِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
نه : بلکې هر څوک چې خپل عهد او تړون په پشبړ ډول پوره او پرهیزګاري خپله کړي نو بې شکه الله پرهیزګاران خوښوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَشْتَرُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَاَیْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِیْلًا اُولٰٓىِٕكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ وَلَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ وَلَا یَنْظُرُ اِلَیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَلَا یُزَكِّیْهِمْ ۪— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
په دې کې شک نشته چې څوک د الله په تړون او په خپلو قسمونو د دنیا لږ بدل اخلي په اخرت کې ورته هیڅ برخه نشته، نه به په مهربانۍ ورته وګوري او نه به یې پاک کړي. او دردناک عذاب یې په برخه دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಆಲು ಇಮ್ರಾನ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ