Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាត់តាវហ្ពះ   វាក្យខណ្ឌ:
وَالسّٰبِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ مِنَ الْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ وَالَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍ ۙ— رَّضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ تَحْتَهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
له هغو مهاجرینو او انصارو چې د نیکیو په لومړي والي کې تر هر چا وړاندې شوي او له هغو نیکانو چې په غوره توګه په هغوی پسې تللي دي الله پاک ترې خوښ او دوی له الله نه خوښ دي او هغه جنتونه یې ورته تیار کړي دي چې لاندې به ترې ویالې بهیږي دوی به همیش پکې وي او همدا لویه کامیابي ده.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ مُنٰفِقُوْنَ ۛؕ— وَمِنْ اَهْلِ الْمَدِیْنَةِ ؔۛ۫— مَرَدُوْا عَلَی النِّفَاقِ ۫— لَا تَعْلَمُهُمْ ؕ— نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ؕ— سَنُعَذِّبُهُمْ مَّرَّتَیْنِ ثُمَّ یُرَدُّوْنَ اِلٰی عَذَابٍ عَظِیْمٍ ۟ۚ
ستاسې په چاپيریال کې اوسیدونکي ځینې بانډه چې عربان منافقان شوي دي او د مدینې ځینې خلک هم په نفاق کې لوړې پوړۍ ته رسیدلي دي ته یې نه پیژنې مونږ یې پیژنو ډیر ژر به یې مونږ دوه ځلې وربړوو[۱]بیا هغوی د لوی عذاب په لور بیرته ګرځول کیږي.
[۱] یو ربړول دادي چې د مسلمانانو په مینځ کې اوسې نو مسلمانې به ښکاره کوي سره له دې چې باور نه لري او بل هغه دي چې د دوی د هیلو بر خلاف به اسلام بریمن شي او یا یو یې د دنیا او بل یې د اخرت ربړول.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاٰخَرُوْنَ اعْتَرَفُوْا بِذُنُوْبِهِمْ خَلَطُوْا عَمَلًا صَالِحًا وَّاٰخَرَ سَیِّئًا ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او پاتې نورو خلکو خپل ګناهونه ومنل هغوی ښه او بد دواړه کړي وو نژدې ده چې الله پاک یې توبه ومني بې شکه چې الله پاک ښه بښونکی ډير مهربان دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
خُذْ مِنْ اَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّیْهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ صَلٰوتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
د هغوی له مالونو نه زکات او خیرات واخله او په دې توګه یې له ګناهونو پاک او کړنې یې سپیڅلې او غوره کړه. او دعا ورته وکړه بې شکه چې ستا دعا هغوی ته ډاډ وربښي الله پاک ښه اوریدونکی په هر څه ښه عالم دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ هُوَ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَاْخُذُ الصَّدَقٰتِ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
ایا مسلمانان په دې نه دي پوه چې الله د خپلو بندګانو توبه مني؟ د هغوی خیراتونه او زکاتونه قبلوي؟او همدا الله پاک ښه توبه منوونکی او ډیر مهربان دی؟.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَقُلِ اعْمَلُوْا فَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— وَسَتُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
ای محمده! ووایه چې عمل وکړئ الله د هغه رسول او مسلمانان به ستاسې د کړنو څارنه کوي او ډیر ژر به تاسې د پټو او ښکاره وو عالم ته وړاندې کړای شئ نو هغه به ستاسې ټولې کړنې په مخ کې درته کیږدي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاٰخَرُوْنَ مُرْجَوْنَ لِاَمْرِ اللّٰهِ اِمَّا یُعَذِّبُهُمْ وَاِمَّا یَتُوْبُ عَلَیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او د خینو نورو خلکو موضوع دالله حکم ته پاتې شوې د الله خوښه چې په عذابوي یې او که توبه یې مني ـ او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាត់តាវហ្ពះ
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ