Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ម៉ាអារិច   វាក្យខណ្ឌ:

معارج

سَاَلَ سَآىِٕلٌۢ بِعَذَابٍ وَّاقِعٍ ۟ۙ
پوښتونکي د پيښیدونکې عذاب په هکله پوښتنه وکړه.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لِّلْكٰفِرِیْنَ لَیْسَ لَهٗ دَافِعٌ ۟ۙ
پر کافرانو راتلونکی او هیڅوک یې مخ نیوونکی ندی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
مِّنَ اللّٰهِ ذِی الْمَعَارِجِ ۟ؕ
د هغه الله له لورې چې د زینو څښتن دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
تَعْرُجُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَالرُّوْحُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗ خَمْسِیْنَ اَلْفَ سَنَةٍ ۟ۚ
ملایکې او جبرائیل هغه ته ورخیژي دا عذاب په هغه ورځ راځي چې د پنځوسو زرو کلونو په اندازه ده.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِیْلًا ۟
غوره صبر خپل کړه.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّهُمْ یَرَوْنَهٗ بَعِیْدًا ۟ۙ
بیشکه چې هغوی دا عذاب لرې ګڼي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّنَرٰىهُ قَرِیْبًا ۟ؕ
خو مونږه یې نژدې وینو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یَوْمَ تَكُوْنُ السَّمَآءُ كَالْمُهْلِ ۟ۙ
هغه ورځ چي اسمان به د ویلو شوو مسو پشان وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَتَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ۟ۙ
او غرونه به د ټکول شوو وړیو پشان وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَا یَسْـَٔلُ حَمِیْمٌ حَمِیْمًا ۟ۚۖ
او دوست به د دوست پوښتنه نه کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یُّبَصَّرُوْنَهُمْ ؕ— یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِیْ مِنْ عَذَابِ یَوْمِىِٕذٍ بِبَنِیْهِ ۟ۙ
یو به بل ته ښوول کیږي.مجرم به هیله لري چې ددې ورځې له عذاب څخه په ځوی خلاص شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَصَاحِبَتِهٖ وَاَخِیْهِ ۟ۙ
په ښځه او ورور يي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَفَصِیْلَتِهِ الَّتِیْ تُـْٔوِیْهِ ۟ۙ
او په هغه قوم يي چې هغه ته يي پناه ورکوله.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— ثُمَّ یُنْجِیْهِ ۟ۙ
او په هغو ټولو شیانو چې په ځمکه کې دي ځان وژغوري.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَلَّا ؕ— اِنَّهَا لَظٰی ۟ۙ
نه هیڅکله نه!بیشکه هغه د اور لمبې دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
نَزَّاعَةً لِّلشَّوٰی ۟ۚۖ
د اندامونو پوستکي وباسي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
تَدْعُوْا مَنْ اَدْبَرَ وَتَوَلّٰی ۟ۙ
هغه ټول رانغاړي چې شا يي کړې او مخ یي اړولی و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَجَمَعَ فَاَوْعٰی ۟
مال یي راغونډ کړی او ساتلی و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّ الْاِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوْعًا ۟ۙ
بیشکه چې انسان تلواري پيدا شوی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوْعًا ۟ۙ
که ستونزه ورته ورسیږي نو ناخوالي کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّاِذَا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوْعًا ۟ۙ
او که ښیګڼه ورمخه کړي نو له نورو يي منع کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِلَّا الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ
پرته له لمونځ ګوزارو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ دَآىِٕمُوْنَ ۟
هغوی چې تل يي لمانځه ته مخه وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُوْمٌ ۟
په مالونو کې یي ټاکلې برخه وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟
د سوال کوونکو او د هغو چې له بې وسئ سره،سره سوال نه کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ یُصَدِّقُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او هغوی چې د جزا ورځ رښتینې ګڼي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۚ
او هغوی چې د رب له نیونې څخه په ډار وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَیْرُ مَاْمُوْنٍ ۪۟
بیشکه چې د هغوی د رب له نیونې څخه بې غمې نشته.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ
او هغو چې خپل شرم ځایونه ژغوري.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ
خو پرته له خپلو ښځو او وینځو چې د هغوی په برخه کې پرې ملامتیا نشته.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ
او هر چا چې لدې اخوا لټه وکړه.نو بس همدوی له پولو اوښتونکي دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟
او هغوی چې د خپلو امانتونو او ژمنو پالنه کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِشَهٰدٰتِهِمْ قَآىِٕمُوْنَ ۟
او هغوی چې پخپلو شاهدیو روغ ودریږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ؕ
او هغوی چې تل د خپلو لمونځونو ساتنه کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اُولٰٓىِٕكَ فِیْ جَنّٰتٍ مُّكْرَمُوْنَ ۟ؕ۠
نو همدوی به په جنتونو کې ویاړمن وي
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَمَالِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا قِبَلَكَ مُهْطِعِیْنَ ۟ۙ
کافرانو ته څه پيښه ده چې ستا په لور په منډه راځغلي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِیْنَ ۟
په ښي او کیڼ اړخ کې دې ډله ډله ودریږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَیَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّدْخَلَ جَنَّةَ نَعِیْمٍ ۟ۙ
ایا د هغوی هر یو ددې هیله من دی چې د نعمتونو په جنت کې به داخل کړای شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَلَّا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّمَّا یَعْلَمُوْنَ ۟
مونږ هغوی له هغه څه نه پیدا کړي چې دوی یي پيژني.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشٰرِقِ وَالْمَغٰرِبِ اِنَّا لَقٰدِرُوْنَ ۟ۙ
نو نه!قسم د ختیځونو او لویدیځونو په رب چې مونږ پوره پیاوړی یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ خَیْرًا مِّنْهُمْ ۙ— وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟
چې پر ځای یي له دوی نه غوره خلک راولو او مونږ بي وسې نه یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ
نو هغوی پریږده چې لالهانده او په لوبو اخته وي تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي.چې وعده يي ورسره کیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یَوْمَ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ سِرَاعًا كَاَنَّهُمْ اِلٰی نُصُبٍ یُّوْفِضُوْنَ ۟ۙ
هغه ورځ چې له قبرونو څخه را ووځي نو داسې په منډه به وي لکه چې د کومې نښې په لور په منډه وځغلي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— ذٰلِكَ الْیَوْمُ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟۠
سترګې به يي ښکته او سپکاوی به رانغښتي وي.هو!دا همغه ورځ ده چې له هغوی سره یي وعده کیدله.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ម៉ាអារិច
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ