Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស់ហ្សូមើរ   វាក្យខណ្ឌ:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَصَعِقَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— ثُمَّ نُفِخَ فِیْهِ اُخْرٰی فَاِذَا هُمْ قِیَامٌ یَّنْظُرُوْنَ ۟
او په شپیلۍ کې به پوو کړای شي د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه پرته له هغو شیانو چې د الله خوښه وي نور ټول به مړه پریوزي. بیا به بله شپیلۍ ووهلل شي نو ټول به ولاړ او هک پک به ګوري.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاَشْرَقَتِ الْاَرْضُ بِنُوْرِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتٰبُ وَجِایْٓءَ بِالنَّبِیّٖنَ وَالشُّهَدَآءِ وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
ځمکه به د خپل رب په نور ځلانده او د عملونو کتاب به کیښوول شي، پیغمبران او شهیدان به حاضر او د خلکو په مینځ کې به په انصاف او عدالت پریکړه وشي او هیڅ تیری به له هیچا سره ونه شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَوُفِّیَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
او هر چا ته به د خپل عمل پوره بدل ورکړای شي. او الله ته دهغوی کړنې ډیرې ښې معلومې دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَسِیْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَتْلُوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ رَبِّكُمْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
کافران به ډلې ډلې د دوزخ په لور وشړل شي. تر څو هلته ورسیږي دروازې به ي ورته خلاصې کړی شي او د جهنم څارونکي او کار کوونکي به ورته ووايې: ایا تاسې ته ستاسې خپل پیغمبران نه وو راغلي؟ چې تاسې ته يي ستاسې د رب ایتونه لوستل؟ او ددغې ورځې له مخامخ کیدلو ي ډارولئ؟ هغوی به ووايي هو! راغلي وو خو د عذاب خبره پر کافرانو پخه شوه[۵]
[۵] پیغمبران راغلي وو خو مونږ د منلو پر ځای له هغوی نه انکار کړی او پرې کافران شوي وو نو نن چې کوم عذاب مونږ ته راکولای شي دا زمونږ د کفر نتیجه ده( ابن جریر الطبري).
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قِیْلَ ادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
وبه ویلل شي چې: د تل لپاره دوزخ پر دوروازو ننه ووځئ دا د تکبر کووونکو لپاره د اوسیدنې ډیر بد ځای دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَسِیْقَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ اِلَی الْجَنَّةِ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا وَفُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوْهَا خٰلِدِیْنَ ۟
او هغه کسان به د جنت پّ لور ډلې، ډلې روان کړای شي چې له خپل رب نه ویریدل تر هغو چې جنت ته رسیږي نو له پخوا نه به يې دروازې پرانستلې شوې ويی او کارکوونکي به يي ورته وايي: روغ اوسئ تاسې ډیر پاک ژوند کړی وو نو اوس د تل لپاره جنت ته ننوځئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ صَدَقَنَا وَعْدَهٗ وَاَوْرَثَنَا الْاَرْضَ نَتَبَوَّاُ مِنَ الْجَنَّةِ حَیْثُ نَشَآءُ ۚ— فَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟
او دوی به وايې: یوازې هغه لله د ستاینې وړ دی چې خپله وعده يي له مونږ سره رښتینې کړه او مونږ يي د ځمکې وارثان وګرځولو، اوس چې مونږ په جنت کې هر ځای وغواړو ځانته ځای نیولای شو ، نو دا ډیر ښه اجر دی چې عمل کوونکو ته ورکولی شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស់ហ្សូមើរ
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ