Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស់ហ្សូមើរ   វាក្យខណ្ឌ:
اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰی نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— فَوَیْلٌ لِّلْقٰسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ مِّنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
ایا نو هغه څوک چې الله يې د اسلام لپاره سینه پراخه کړې او د خپل رب له لورې په رڼا روان وي. ( د هغه چا په شان دی چې له دې نعمت نه بې برخې وي؟) هلاک شول هغه خلک چې د الله په ذکر يې لاپسې زړونه سخت شول. همدغه خلک په خورا ښکاره بې لارۍ سرشوي دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَللّٰهُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ كِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُوْدُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ۚ— ثُمَّ تَلِیْنُ جُلُوْدُهُمْ وَقُلُوْبُهُمْ اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
الله غوره کلام نازل کړی دی. داسې کتاب دی چې معنا يې یو بل ته ورته او په وار وار تکراریږي. په اوریدلو يي د هغو کسانو څرمن ځیږه کیږي چې له خپل رب نه ډاریږي او بالاخره يي ټول څرمن او زړونه د الله د ذکر په لور ماتیږي دا د الله هدایت دی چا ته يې چې خوښه شي لار پرې ورته ښايي. او هر څوک چې الله بې لارې کړ نو بیا ورته هیڅ لارښود نشته.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَفَمَنْ یَّتَّقِیْ بِوَجْهِهٖ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَقِیْلَ لِلظّٰلِمِیْنَ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟
ایا هغه څوک چې د قیامت په ورځ له بدترین عذاب نه په خپل مخ ځان ژغوري؟ ( د هغه چا په شان دي چې عذاب ورته هیڅ مخ نشي؟) او بیا به ظالمانو ته وویل شي چې: د خپلو کړو خوند مو وڅکئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
الهل دوی ته وړاندې خلکو هم د درواغو نسبت کړی وو او هغوی ته له داسې لورې عذاب راغی چې هیڅ به پرې نه پوهیدل.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَاَذَاقَهُمُ اللّٰهُ الْخِزْیَ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله په دنیوي ژوند کې رسوايې ور په برخه کړه او که پوهیدای نو د اخرت عذاب له دې نه هم ډیر لوی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
او مونږ په دې قران کې د خلکو لپاره هر ډول مثالونه بیان کړي دي تر څو پند واخلي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا غَیْرَ ذِیْ عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
په عربي ژبه قران دی هیڅ کوږوالی پکې نشته پکار ده چې هغوی له عذاب نه ځانونه وژغوري.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِیْهِ شُرَكَآءُ مُتَشٰكِسُوْنَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ۚ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله یو مثال بیانوي یو سړی دی چې څو بدخویه او په خپلو مینځونو کې وران خلک پرې شریکان دي او بل سړی دی چې یوازې د یو تن په واک کې دی. ایا د دواړو حال یو شان دی؟ ټولې ستاینې یوازې د یو الله دي. خو د هغوی ډیر خلک نه پوهیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّكَ مَیِّتٌ وَّاِنَّهُمْ مَّیِّتُوْنَ ۟ؗ
ای محمده! ته مړ کیږې. او دوی هم مړه کیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُوْنَ ۟۠
بیا به د قیامت په ورځ تاسې د خپل رب په وړاندې یو له بل سره بحث او جګړې کوئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស់ហ្សូមើរ
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ