Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស * - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់អះហ្សាប   អាយ៉ាត់:
وَمَنْ یَّقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَاۤ اَجْرَهَا مَرَّتَیْنِ ۙ— وَاَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِیْمًا ۟
او له تاسې نه چې څوک الله او دهغه رسول ته پوره غاړه کیږدي، او نیک عمل وکې نو مونږ به هغې ته دوه چنده اجر ورکړو او مونږ ورته غوره روزي تیاره کړې ده.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ كَاَحَدٍ مِّنَ النِّسَآءِ اِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ الَّذِیْ فِیْ قَلْبِهٖ مَرَضٌ وَّقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ۟ۚ
ای د پیغمبر ښځو! تاسو د عامو ښځو په شان نه یاست، که تاسې پرهیزګاره یاست نو داسې نرمې خبرې مه کوئ چې په زړه ناروغه خلکو ته تمه پیدا شي، بلکې سمې روغې خبرې کوئ.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَقَرْنَ فِیْ بُیُوْتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْاُوْلٰی وَاَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَاٰتِیْنَ الزَّكٰوةَ وَاَطِعْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ اَهْلَ الْبَیْتِ وَیُطَهِّرَكُمْ تَطْهِیْرًا ۟ۚ
په خپلو کورونو کې اوسئ او د تیر جاهلي دور په شان ځانونه مه بربنډوئ، لمونځ وکړئ. زکات ورکړئ. او د الله او د هغه د رسول منې وکړئ. ای د نبوت کورنۍ! بې له شکه الله پاک غواړي چې له تاسې څخه ټوله پلیتي لرې، په بشپړ ډول مو پاک او سپیڅلي کړي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَاذْكُرْنَ مَا یُتْلٰی فِیْ بُیُوْتِكُنَّ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ وَالْحِكْمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ لَطِیْفًا خَبِیْرًا ۟۠
د الله هغه ایتونه او د حکمت خبرې چې ستاسې په کورونو کې ویل کیږي باید د تل لپاره په یاد وساتئ. بې له شکه چې الله پاک ژور لیدونکی او له هر څه خبردار دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
اِنَّ الْمُسْلِمِیْنَ وَالْمُسْلِمٰتِ وَالْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ وَالْقٰنِتِیْنَ وَالْقٰنِتٰتِ وَالصّٰدِقِیْنَ وَالصّٰدِقٰتِ وَالصّٰبِرِیْنَ وَالصّٰبِرٰتِ وَالْخٰشِعِیْنَ وَالْخٰشِعٰتِ وَالْمُتَصَدِّقِیْنَ وَالْمُتَصَدِّقٰتِ وَالصَّآىِٕمِیْنَ وَالصّٰٓىِٕمٰتِ وَالْحٰفِظِیْنَ فُرُوْجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ وَالذّٰكِرِیْنَ اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّالذّٰكِرٰتِ ۙ— اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ مَّغْفِرَةً وَّاَجْرًا عَظِیْمًا ۟
بې شکه د مسلمانو سړیو او مسلمانو ښځو، مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو، منونکو سړیو او منونکو ښځو، رښتینو سړیو، او رښتینو ښځو، صبرناکو سړیو او صبرناکو ښځو، عاجزي کوونکیو سړیو او عاجزو سځو، خیرات ورکوونکو سړیو او خیرات ورکوونکو ښځو، روژه تي سړیو او روژه تي ښځوـ د خپلو شرم ځایونو ساتونکي سړیو او ښځو د الله ډیر ذکر کوونکو سړیو او ښځو لپاره الله پاک بښنه او لوی اجر تیار کړی دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់អះហ្សាប
សន្ទស្សន៍នៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅឡាវី ចានីបាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ