Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ * - មាតិកានៃការបកប្រែ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វាត់ហ៍   វាក្យខណ្ឌ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُبَایِعُوْنَكَ اِنَّمَا یُبَایِعُوْنَ اللّٰهَ ؕ— یَدُ اللّٰهِ فَوْقَ اَیْدِیْهِمْ ۚ— فَمَنْ نَّكَثَ فَاِنَّمَا یَنْكُثُ عَلٰی نَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَوْفٰی بِمَا عٰهَدَ عَلَیْهُ اللّٰهَ فَسَیُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠
كوم خلك چې تا سره بيعت كوي، پرته له شکه الله سره بيعت كوي، د هغوى لاسونو د پاسه د الله لاس دى، نو چا چې بې لوزي وكړه، هغه پر خپل ځان بې لوزي كوي او چا چې هغه لوز پوره كړ كوم چې الله سره يې كړى نو ژر به (ډېر) لوى اجر وركړي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
سَیَقُوْلُ لَكَ الْمُخَلَّفُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ شَغَلَتْنَاۤ اَمْوَالُنَا وَاَهْلُوْنَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ— یَقُوْلُوْنَ بِاَلْسِنَتِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا ؕ— بَلْ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
له بانډه چيانو څخه چې كوم كسان (له لښكره) پاتې كړل شوي هغوى به تا ته وايي: موږ خپلو مالونو او خېلخانو بوخت كړلو نو (اوس) زموږ لپاره بخښنه وغواړه، هغوى په خپلو ژبو هغه څه وايي چې په زړونو كې يې نشته، ورته ووايه: نو څوک به ستاسي لپاره له الله څخه د څه اختيار ولري؟ كه چېرې هغه څه ضرر يا ګټه درته وغواړي؟ بلكې الله ستاسي په كړو وړو ښه خبر دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
بَلْ ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّنْقَلِبَ الرَّسُوْلُ وَالْمُؤْمِنُوْنَ اِلٰۤی اَهْلِیْهِمْ اَبَدًا وَّزُیِّنَ ذٰلِكَ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ ۖۚ— وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُوْرًا ۟
بلكې تاسي خو انګېرلې وه چې دا رسول او مومنان به هيڅكله هم خپلو كورنيو ته را ونه ګرځي او همدا (خبره) مو په زړونو كې ښايسته شوې وه او ناوړه ګومانونه مو كول او تاسي تباه كېدونكى قوم ياست.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَنْ لَّمْ یُؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ فَاِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَعِیْرًا ۟
او چا چې پر الله او رسول يې ايمان نه وي راوړى، نو موږ (هم) كافرانو ته بل شوى اور چمتو كړى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
او الله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، چاته يې چې خوښه شي بخښي يې او چاته يې چې خوښه شي عذابوي يې او الله بخښونكى مهربان دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
سَیَقُوْلُ الْمُخَلَّفُوْنَ اِذَا انْطَلَقْتُمْ اِلٰی مَغَانِمَ لِتَاْخُذُوْهَا ذَرُوْنَا نَتَّبِعْكُمْ ۚ— یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّبَدِّلُوْا كَلٰمَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّنْ تَتَّبِعُوْنَا كَذٰلِكُمْ قَالَ اللّٰهُ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ بَلْ تَحْسُدُوْنَنَا ؕ— بَلْ كَانُوْا لَا یَفْقَهُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
كله چې تاسي غنیمت ټولولو ته روان شئ نو وروسته پاتې كړى شوي كسان به وايي چې موږ هم پرېږدئ چې درسره لاړ شو! هغوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ورته ووايه: هيڅكله به راسره لاړ نه شئ، الله مخكې لا همداسې ويلي دي، بيا به هغوى وايي چې تاسي خو کينه راسره كوئ! په اصل كې هغوى نه پوهېدل (په اسلام) مګر لږ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វាត់ហ៍
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយក្រុមមជ្ឈមណ្ឌលរ៉ូវ៉ាតនៃការបកប្រែ ដោយសហការជាមួយសមាគមអំពាវនាវនៅរ៉ាប់វ៉ា និងសមាគមបម្រើមាតិកាអ៊ីស្លាមជាភាសាផ្សេងៗ។

បិទ