Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ * - មាតិកានៃការបកប្រែ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វាត់ហ៍   វាក្យខណ្ឌ:

فتح

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًا ۟ۙ
بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَاَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَیَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبخښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښايي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟
او مرسته وکړي الله ستا سره مرسته د عزت والا.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ ؕ— وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ
خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي (یقین) په زړونو د مومنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمان د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی دی ډېر پوه او حکمت والا.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَیُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟ۙ
د دې لپاره چې مومنان او مومنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله پر وړاندې دغه يو ستر برى دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ۚ— وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟
او تر څو منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي، هغوى چې په الله د بدۍ ګومان كوونكي دي، ناوړه پېر (دوران) دې پر هغوى وي، او الله پر هغوى غضب كړى، رټلي يې دي او جهنم يې ورته چمتو كړى او ډېر بد ځاى د ورتلو دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
او الله لره د آسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله برلاسى حكمت والا دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ
پرته له شکه ته مو د شاهد، زېرى وركوونكي او وېروونكي په توګه لېږلى يې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُعَزِّرُوْهُ وَتُوَقِّرُوْهُ ؕ— وَتُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
تر څو تاسي (مسلمانان) په الله او رسول يې ايمان راوړئ، مرسته يې وكړئ او درناوى يې وكړئ او سهار او ماښام د هغه (الله) تسبيح وواياست.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វាត់ហ៍
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយក្រុមមជ្ឈមណ្ឌលរ៉ូវ៉ាតនៃការបកប្រែ ដោយសហការជាមួយសមាគមអំពាវនាវនៅរ៉ាប់វ៉ា និងសមាគមបម្រើមាតិកាអ៊ីស្លាមជាភាសាផ្សេងៗ។

បិទ