Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: タ―・ハー章   節:
فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّقْضٰۤی اِلَیْكَ وَحْیُهٗ ؗ— وَقُلْ رَّبِّ زِدْنِیْ عِلْمًا ۟
لوړ را پورته دی الله رښتینی او حقیقي واکمن:او ای محمده!د قران په لوستلو کې تر هغو تلوار مه کوه چې تاته يي په بشپړ ډول وحې وشي.اووایه ای زما ربه!علم مې را ډیر کړه.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَقَدْ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اٰدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِیَ وَلَمْ نَجِدْ لَهٗ عَزْمًا ۟۠
او مونږ له دې نه وړاندې ادم ته حکم کړی و،خو هغه هیر کړ او مونږ په هغه کې کلک هوډونه میند.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی ۟
او یاد کړه چې مونږ ملایکو ته وویل:ادم ته سجده وکړئ ټولو سجده وکړه خو یوازې ابلیس انکار وکړ.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اِنَّ هٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا یُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقٰی ۟
مونږ وویل:ادمه!دا ابلیس ستا او ستا د میرمنې دښمن دی باید له جنت نه موونه باسي که نه نو له کړاوونو سره به مخ شئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّ لَكَ اَلَّا تَجُوْعَ فِیْهَا وَلَا تَعْرٰی ۟ۙ
او په دې جنت کې نه ته وږی کیږې،او نه بربنډ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا فِیْهَا وَلَا تَضْحٰی ۟
نه پکې تږی کیږې،او نه دې لمر وهي.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَوَسْوَسَ اِلَیْهِ الشَّیْطٰنُ قَالَ یٰۤاٰدَمُ هَلْ اَدُلُّكَ عَلٰی شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا یَبْلٰی ۟
خو شیطان په زړه کې خبره ورواچوله او ورته یي وویل:ادمه!ایا د تل پاتې کیدلو او د واکمنۍ د نه تیریدلو ونه دروښایم؟
アラビア語 クルアーン注釈:
فَاَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؗ— وَعَصٰۤی اٰدَمُ رَبَّهٗ فَغَوٰی ۪۟ۖ
هغوی دواړو له ونې نه خوراک وکړ هغه وو چې عورت یي بربنډ او د جنت د پاڼو د اچولو هڅه يي پرې وکړه.ادم له خپل رب نه سروغړاو،نو وښوئید.
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ اجْتَبٰهُ رَبُّهٗ فَتَابَ عَلَیْهِ وَهَدٰی ۟
بیا رب يي هغه غوره،توبه یې قبوله او لارښوونه يي ورته وکړه.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیْعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی ۙ۬— فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشْقٰی ۟
او ويي فرمایل:تاسې دواړه له جنت نه ښکته ځیني به مو د ځینو نورو دښمنان وي.نو که چیرې زما له لورې ښوونه درته راغله نو چا چې زما ښوونه ومنله،نه به بې لارې کیږي. او نه به په کړاوونو اخته شي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا وَّنَحْشُرُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَعْمٰی ۟
او څوک چې زما له پند نه مخ واړوي نو د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوندوي او د قیامت په ورځ به یې ړوند را پاڅوو.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِیْۤ اَعْمٰی وَقَدْ كُنْتُ بَصِیْرًا ۟
هغه به ووایې:پرودګاره!زه دې ولې ړوند راپاڅولم!زه خو په دنیا کې سترګه وروم.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: タ―・ハー章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

モロウィ・ジャーンバズ・サルファラズによる訳

閉じる