Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: カーフ章   節:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟
موږ له دوى نه مخکې ډير داسې قومونه هلاک كړي دي چې له دوى نه ډير زيات زورور وو او ډېر هيوادونه يې لټولي وو، آیا هغوى كوم پناه ځاى وموندلى شو؟
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟
بېشکه په دې كې د هغه چا لپاره عبرت دى چې (روغ) زړه لري يا غوږ نيسي او دى (ښه) حاضر (متوجه) وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟
او بېشكه موږ آسمانونه، ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي په شپږو ورځو كې پيدا كړل او څه ستوماني را ونه رسېده.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ
نو هغوى چې څه وايي پر هغه صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه، له لمر ختو مخكې او له لمر لوېدو نه مخكې.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟
او د شپې (څه وختونه) يې هم تسبيح وايه او له سجدو (لمنځونو) وروسته هم.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
او غوږ ونيسه هغه ورځ چې يو آواز كوونكى له كوم نېږدې ځايه نارې وكړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟
كومه ورځ چې هغوى په رېښتيا سره هغه چيغه واوري، همغه د وتلو ورځ ده.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ
په رېښتيا موږ ژوندي كوو او مړه كوو او زموږ خواته راستنېدل دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟
هغه ورځ چې ځمكه ترې وچوي منډې به وهي دا راغونډول پر موږ آسانه دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠
موږ په هغو خبرو ډېر ښه پوه يو چې هغوى يې وايي او ته ورباندې جبر كوونكى نه يې، نو هغه چا ته په قرآن سره نصيحت كوه چې زما د عذاب له ژمنو ډاريږي.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: カーフ章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる